سترې محکمې د شفافیت سازمان رپوټ رد کړ

Image caption تېره اوونۍ د شفافیت نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وویل افغانان د قضایه قوې اړونده ادراو ته تر ټولو د فاسدو ادارو په سترګه ګوري.

د افغانستان سترې محکمې د شفافیت د نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې قضایه قوه یې په افغانستان کې تر ټولو فاسده اداره بللې ده.

تېره اوونۍ د شفافیت نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وویل افغانان د قضایه قوې اړونده ادراو ته تر ټولو د فاسدو ادارو په سترګه ګوري.

د دې راپور له مخې په سلو کې ۶۰ پوښتل شویو کسانو ویلي قضایه قوه په اداري فساد کې ښکېل ده، او په سلو کې ۶۵ پوښتل شویو کسانو ویلي په تېرو ۱۲میاشتو کې یې د قضایه قوې اړونده کسانو ته یو ځل رشوت ورکړی دی.

خو د قضایه قوې عمومي اداري آمر عبد الله عطايي دا راپور ردوي او هغه د افغانستان د قضایه قوې د نوم بدولو هڅه ګڼي.

"د خپل پراخ مالي فساد د پوښلو لپاره دې بهرنیان متوجه اوسي چې د افغانستان د قضا پاکه او سپینه لمن چټله نه کړي، او دا هڅه دې نه کوي چې په فساد کې د افغانستان د قضا د ښکېل ښودلو له لارې د خلکو باور په قضا له منځه یوسي."

ښاغلی عطايي وايي یو شمېر لوېدیځ هېوادونه چې له قضایه قوې سره یې د مرستو ژمنې کړي اوس غواړي له خپلو ژمنو د سرغړولو لپاره د افغانستان د قضایه قوې نوم بد کړي.

که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وا نه خیست خو دوې اوونۍ وړاندې اروپايي هېواد ناروې ګواښ وکړ چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت د پاتې راتلو له امله له افغانستان سره خپلې مرستې کموي.

خو ښاغلی عطايي وايي سترې محکمې له اداري فساد سره په مبارزه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

"سترې محکمې څو اویا تنه قاضیان او څه باندې ۱۵۰ محررین د کمېشن کارانو او مدافع وکیلانو په ګډون د محکمې په چارو کې ښکېل څه باندې ۲۰۰ تنه نیولي دي او له قاضیانو یې انسلاک بېرته اخیستی، محاکمه کړي یې دي او د قاضیانو محاکمه یوه مرحله ده چې استیناف او تمییز هم نه لري. د فساد په پټولو کې د سترې محکمې هېڅ ګټه نشته."

د شفافیت نړیوال سازمان هر کال د نظر پوښتنې له لارې په بېلا بېلو هېوادونو کې د اداري فساد په اړه راپور خپروي.

د دې سازمان د ۲۰۱۳ کال په راپور کې د ۱۰۷ هېوادونو له اتباعو پوښتل شوي او دې پایلې ته رسېدلی چې رشوت او بډې ورکول په ټوله نړۍ کې شته.

د دې راپور له مخې د نورو دولتي بنسټونو په پرتله په یو زیات شمېر هېوادونو کې د پولیس او قضا اړونده ا دارې په زیاته کچه په اداري فساد کې ښکېل دي.

ورته مطالب