دفاع وزارت: د اورپکو راوښتلو روان کال خونړی کړی

Image caption د افغان پوځ يوه جګپوړي جنرال ويلي د حکومت مخالفو وسله والو د ډېورنډ کرښې اوږدو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی، خو یوه کوچنۍ سيمه یې هم له لاسه نه ده وتلې.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، روان کال د جګړې له مخې یو سخت او خونړی کال دی، چې د تېر کال په پرتله پکې تر اوسه ډېرې مرګ ژوبلې رامنځ ته شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د جګړې د زیاتېدو لامل دا دی، چې د دولت وسله وال مخالفین غواړي له نړیوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د مشرتابه له سپارل کېدو وروسته او د راتلونکو ټولټاکنو له تر سره کېدو د مخه پر افغان حکومت فشار زیات کړي.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په کابل کې یوې خبري غونډې ته همدراز وویل، له پاکستانه په زیاتېدونکي ډول د وسله والو راوښتلو د دغې جګړې په سختولو کې ونډه اخيستې ده.

جنرال عظیمي همدراز وویل، که څه هم سږنی جګړه ییز موسم لا پای ته نه دی رسېدلی، خو په خبره یې افغان ځواکونه د دې توان لري، چې د وسله والو پر وړاندې مقاومت وکړي او د امنیتي مسولیتونو او ټاکنو ته د امنیتي چمتوالي چارې په سم ډول پر مخ یوسي.

د وسلو رغول

د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې جنرال عظیمي وویل، د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د افغان پوځ لپاره د درنو وسلو پر رغولو کار روان دی، چې تر اوسه د یو شمېر روسي ټانکونو او توپونو په ګډون یوه اندازه وسلې رغول شوې دي.

افغان ولسمشر څو میاشتې وړاندې دفاع وزارت ته امر کړی و، چې د اړتیا له مخې یو شمېر پخوانۍ وسلې ورغوي.

نوموړي د دې کار لپاره یې ۶۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي وو.

Image caption د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په کابل کې یوې خبري غونډې ته همدراز وویل، له پاکستانه په زیاتېدونکي ډول د وسله والو راوښتلو د دغې جګړې په سختولو کې ونډه اخيستې ده.

جنرال عظیمي همداراز وویل، هندوستان له افغانستان سره د ستراتېژیک تړون په ترڅ کې د افغان ځواکونو په روزنه او سمبالښت کې خپلې همکارۍ روانې ساتي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ومنله چې د افغان پوځ په لیکو کې د مېرمنو د جذبېدو لپاره د اسانتیاوو له برابرولو سره سره دوی په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

جنرال عظیمي وویل، اوسمهال په افغان پوځ کې شاوخوا زر تنه مېرمنې دنده تر سره کوي، چې اړتیا ته په کتو کافي نه دي.

دفاع وزارت دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې تېره میاشت د امنیتي مسولیتونو د مشرتابه چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې او ټاکل شوې، چې راتلونکي کال ته د نړیوالو ځواکونو د جګړه ییز ماموریت په پای ته رسېدو د ټول هېواد د امنیت ساتلو چارې دغو ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته مطالب