۵۴ کلن افغان پر بایسکل عربستان ته ځي

Image caption امیر محمد له دې سره چې یو ښوونکی پاتې شوی، له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د کندهار ښار هوټلونو کې اشپزي هم کوي.

۵۴ کلن امیر محمد چې په ږیره کې یې تر تورو ويښتو سپین زیات دي، په ونه جګ او یو کلیوال کس دی، سعودي عربستان ته یې پر بایسکل د سفر کولو نیت کړی.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی اوس په ښار کې اوسیږي، او غواړي په خپل دې کار سره نړۍ ته د سولې پیغام ورسوي.

هغه وایي، چې افغانستان په ځانګړي ډول کندهار د ترهګرو، جګړو او نشه یي توکو ځای نه، بلکې د باتورو هوډمنو کسانو ځاله ده.

نوموړي د خپل دغه اوږده سفر لپاره یو سپورڼی بایسکل هم اخیستی.

امیر محمد وایي، دی به د ایران، عراق او کویت له لارې د دوو میاشتو په ترڅ کې سعودي عربستان ته ځان ورسوي چې دده په خبره هره ورځ به ۱۵۰ کیلومتره لاره پر بایسکل ووهي:

''کله چې سعودي عربستان ته ورسېدم، لومړی به د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د روضې زیارت وکړم او بیا به نړیوالو ته ووایم چې افغانان شر خوښوونکي نه، بلکې سوله خوښوونکي او امن غواړي''.

امیر محمد له دې سره چې یو ښوونکی پاتې شوی، له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د کندهار ښار هوټلونو کې اشپزي هم کوي.

هغه وایي، یاد سفر یې له سترو ارمانونو یو دی چې پوره کیدو ته یې یو شمېر کندهاري وکیلانو او دغه ډول ددغه ولایت د سپورټ او بدني روزنې مسولینو اوږه ورکړې.

امیر محمد وايي، له دې وړاندې یې د هېواد ټولو ولایتونو ته پر بایسکل سفرونه کړي، او د سفر پرمهال له ډېرو خوږو او ترخو شېبو سره هم مخ شوی دی.

په تېرو څو کلونو کې یو شمېر نورو افغانانو هم پر باسیکل یو شمېر هېوادونو ته ورته اوږده سفرونه کړي، خو دا لومړی ځل دی چې نسبتاً د پاخه عمر یو کس بر بایسکل سعودي عربستان ته د سفر هوډ لري.