طالبانو د رنګین دادفر سپنتا ورور وژلی

Image caption د عبدالروف احمدي په وینا د ښاغلي سپنتا ورور په کرخ ولسوالۍ کې د څارنوال په توګه دنده تر سره کوله.

د هرات پولیسو ویندوی ومنله چې د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا ورور په دغه ولایت کې وژل شوی دی.

د هرات امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي بي بي سي ته ویلي، چې ولي احمد خان ‌طاهري په کرخ ولسوالۍ کې له یوه عمومي حمام نه ووت، چې پر موټر سایکل سپاره کس پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

د احمدي په وینا د ښاغلي سپنتا ورور په کرخ ولسوالۍ کې د څارنوال په توګه دنده تر سره کوله او حمام ته د تګ پر مهال ساتونکي ورسره نه وو.

د هرات پولیسو ویندوی وايي :

" پولیسو د پېښې په ځای کې شته کسان نیولي او څېړنې دوام لري، پولیس هڅه کوي د پېښې عاملین معلوم کړي."

عبدالروف احمدي زیاته کړه، تر اوسه معلومه نه ده، چې قاتل ولې د ولسمشر کرزي د سلاکار پر ورور برید وکړ.

ولي احمد خان طاهري له تېرو لسو کلونو راهیسې د څارنوالۍ په اړوندو ادارو کې پر دندو بوخت و.

ځايي رسنیو په خپلو رپوټونو کې ویلي، چې لږ تر لږه د نوموړي پر بدن د مرمیو درې نښانونه لیدل شوي دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې د دې وژنې مسوولیت منلی.

نور جزیات لږ وروسته د بي بي سي پښتو پاڼې پر مخ .

ورته مطالب