سږ کال د افغان حاجیانو شمېر ۶۰۰۰ کسه کم دی

Image caption سعودي عربستان سږ کال د خپلو حاجيانو شمير ٥٠ سلنه او د نورو اسلامي هيوادونو ٢٠ سلنه کم کړ.

د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال کوم ۳۰ زره حاجيان سعودي عربستان ته تلل،د ٦٠٠٠ هغو حاجيانو نومونه يې ترې وايستل چې د ولسواليو پرکچه د نوملړونو په پاى کې راغلي وو.

ددې چارې لامل دا و چې سږکال سعودي عربستان د خپلو حاجيانو ونډه ۵۰ په سلو کې او د نورو اسلامي هېوادونو ونډه شل سلنه ښکته راوسته.

سعودي چارواکو ويلي دا کار يې ځکه وکړ چې د طواف سيمې او د حرم شريف د جومات د پراختيا چارې يې پيل کړي دي.

مصطفى سالک له کابله دې باب خپل رپوټ کې کاږي، چې په حج کې د افغانستان د وگړو کلنۍ ونډه ٣٠٠٠٠ تنه وه، خو سږ کال په کې ٢٠ سلنه لږوالى راغى چې ورسره دا شمېره ٢٤ زره کسانو ته راښکته شوه.

لامل يې دا و چې سعودي عربستان سږ کال د خپلو حاجيانو شمير ٥٠ سلنه او د نورو اسلامي هيوادونو ٢٠ سلنه کم کړ.

د افغانستان حج او اوقافو وزارت ته ستونزه دا وه چې ۳۰ زره افغان حاجيانو ته خبر ورکړل شوى و چې سږکال به حج ته ځي اوس چې شپږ زره کسان کم شول، نو څوک د کومې تگلارې پر بنسټ له نوملړه وباسي، ايا د دغو ٣٠ کسانو تر منځ قره واچول شي که څنگه.

د افغانستان د حج او اوقافو وزير محمد يوسف نيازي وويل د اړوند وزارت چارواکو دا غوره وبلله چې د ولسواليو پر کچه د کومو کسانو نومونه د نوملړونو په پاى کې راغلي بايد بل کال ته وځنډول شي او د خپلې پرېکړې بنسټ يې دا باله چې دغو کسانو د نورو پر تله وروسته نوم ليکنه کړې ده.

"د حج او اوقافو ولايتي ريسانو پرېکړه وکړه چې ښه لاره د قرې بيا نه اچول دي، پر دې بنسټ د تېر کال د قره اچونې د نوملړونو له مخه چې کوم نومونه په پاى کې وو، هغه بايد ١٣٩٣ کال ته ولېږدو او هغه نومونه چې د نوملړنو په پيل کې دي هغوى بايد سږ کال حج ته لاړ شي."

د سعودي عربستان حج او اوقافو وزارت ويلي دي سږکال يې د اسلامي هېوادونو د حاجيانو شمېر کچه ځکه ښکته راوسته چې وايي، د حرم شريف د جومات او طواف سيمې د پراختيا کاريې پيل کړى دى.

سعودي چارواکو ويل چې پخوا په طواف سيمه کې د ساعت په حساب ٤٨ زره کسانو طواف کولاى شو، خو سږ کال ايله د ٢٢ زره کسانو د طواف وړتيا لري، خو په وينا يې چې پراختيايي چارې بشپړې شي بيا به د طواف سميه د ٤٨ زره حاجيانو پر ځاى د ١٠٥ زره حاجيانو د طواف وړتيا ولري.

سعودي چارواکو ويلي چې په دې حساب به په راتلونکو کلونو کې د اسلامي هېوادونو د حاجيانو شمېر ونډه هم پورته کړل شي.

هر کال به له ټولو اسلامي هېوادونو ٣ ميلونه حاجيان حج ته تلل چې سږ کال به دا شمېر ٢ ميلیونه کسان وي.

ورته مطالب