عبدالخالق معروف: د رښتیا ویلو له کبله ګوښه شوی یم

Image caption حصارک د ننگرهار دروازه بلل کېږي.

د ننگرهارد حصارک پخوانى ولسوال عبدالخالق معروف وايي چې رسنيو ته د رښتيا ويلو له کبله له دندې گوښه کړل شو.

پخواني ولسوال ويلي دى ځکه له دندې گوښه کړل شو چې رسنيو ته يې د ولسوالۍ د ٧ مياشتينۍ کلا بندۍ خبر ورکړى و او ويلي يې و چې دى په شخصي امکاناتو ولسوالي ساتي.

خو د ننگرهار د والي وياند بي بي سي ته ويلي دي چې ادلون بدلون او گوښه کول د حکومت يو اصل دى او پر همدې بنسټ ښاغلى معروف له دندې گوښه کړل شو او پر ځاى يې غلام فاروق همت د حصارک ولسوال وټاکل شو.

د ننگرهار د حصارک پخواني ولسوال عبدالخالق معروف بي بي سي او يو شمېر نورو رسنيو ته ويلي وو چې ياده شوې ولسوالي له ٧ مياشتو راهيسې کلابنده ده او وسله والو مخالفانو د ولسوالۍ په ٣٠٠ مترۍ جگړيزې کرښې راښکلى دي، نوموړي ويلي وو چې حکومت ځواکونه نه ور استوي او دى په شخصي امکاناتو د ولسوالۍ دفاع کوي.

ښاغلي معروف د خپلو څرگندونو دفاع وکړه او ويې ويل چې گواکې د همدغو څرگندونو پر بنسټ له دندې گوښه کړل شو.

خو د ننگرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي ونه منله چې گواکې ښاغلې معروف رسنيو ته د معلوماتو ورکولو له کبله گوښه کړل شوى. نوموړي وويل چې د ولايت امنيتي جرگگۍ د ښې حکومتولۍ او د حصارک د قامونو د پيوستون په موخه نوى ولسوال وټاکه.

حصارک د ننگرهار دروازه بلل کېږي او شونې ده چې له دې سيمې نورو ولايتونو او سيمو ته هم اورپکي ولېږدي. د حصارک گوښه کړل شوي ولسوال مخکې بي بي سي ته ويلي وو چې په ياده شوي سيمه کې گڼ شمېر بهرني او افغان وسله وال طالبان ټول شوي او غواړي چې ولسوالي ونيسي

هغه مهال وسله والو طالبانو هم د حصارک ولسوالۍ د کلابندۍ پخلى کړى و او ويلي يې و چې ژر به دغه ولسوالي ونيسي.

ورته مطالب