'زیاتره افغانان پر دودیز قضايي سیستم باور لري'

Image caption څو ورځې وړاندې د شفافيت نړېوال سازمان اعلان وکړ چې په تېر يوه کال کې د افغانستان د حکومت په بنسټونو کې د افغانستان قضايه قوې او پوليسو ډېرې بډې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتو پرمختيايي پروګرام (يو، ان ډي، پي) وايي سره له دې چې د دوديزو جرګو ځينې پرېکړې د افغانستان له قوانينو سره په ټکر کې دي، خو بيا هم افغانان پرې باور لري.

دغه بنسټ په يوه خبرپاڼه کې ټينګار کړی سره له دې چې په ولايتونو کې حکومتي ادارې د خلکو ستونزې له حقوقي لارو هواروي، خو د امنيتي وضعيت او فقر له امله ډېر لږ خلک دېته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتو پرمختيايي پروګرام وايي له همدې امله ډيری کليوالي خلک د خپلو ستونزو د هواري په موخه ځايي شوراګانو ته د خپلو شخړو د هواري لپاره ورځي.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام ( يو، ان، ډي، پي) د افغانستان له عدليې وزارت سره کار کوي چې د خلکو د ستونزو د هواري په موخه د شخړو د حل د دوديز سيستم او نوي قضايي سيستم ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

عدالت

يو ان ډي پي وايي د دغه پروګرام موخه دا ده، هغه افغانان چې په لرې پرتو کليوالي سيمو کې ژوند کوي عدالت ته لاسرسی پيدا کړي.

د افغانستان د حقوق پوهانو شبکه دوديز ميکانيزمونه لکه ځايي شوراګانې بايد له منځه ولاړې نه شي، بلکې دغه جوړښتونه قانوني شي چې د خلکو د ټولنيزو ستونزو په هواري کې ترې کار واخيستل شي.

Image caption د ملګرو ملتو پرمختيايي پروګرام وايي له همدې امله ډيری کليوالي خلک د خپلو ستونزو د هواري په موخه ځايي شوراګانو ته د خپلو شخړو د هواري لپاره ورځي.

د دغې شبکې مرستيال صبغت الله تمیم د دوديز او نوي قضايي سيستم د همغږي کېدو پلوي کوي او په خبره يې دوديزې پرېکړې د مالي شخړو په هواري کې مثبتې دي، خو په جنايي پېښو کې کارنده نه دي.

څو ورځې وړاندې د شفافيت نړېوال سازمان اعلان وکړ چې په تېر يوه کال کې د افغانستان د حکومت په بنسټونو کې د افغانستان قضايه قوې او پوليسو ډېرې بډې ترلاسه کړي دي.

په دغه نظرپوښتنه کې ۶۰ په سلو کې ځواب ورکوونکو ويلي و چې قضايي قوه په فساد ککړه ده او ۶۵ سلنه خلکو ويلي و چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې يې ځل قضايه قوې ته رشوت ورکړی دی.

د روڼوالي نړېوال سازمان هر کال يوه نړيواله نظر سنجي د اداري فساد په اړه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې کوي، چې تېر کال يې افغانستان د لومړيو درېو هېوادو په کتار کې و.

ورته مطالب