د نویو افغان پانګه والو فابریکو ته ځمکه ورکول کېږي

Image caption د سوداګرۍ خونه غواړي چې دولت له پخوانیو پانګه والو سره هم ورته مرستې وکړي.

افغان حکومت هڅه کوي، چې د ۲۰۱۴ کال په رارسېدو په افغانستان کې د پانګونې د هڅولو لپاره پانګوالو ته یو لړ اسانتیاوې وړاندې کړي.

په ۲۰۱۴ کال کې افغان حکومت ته د بهرنیانو له خوا د امنیتي لېږد په درشل کې دغه حکومت هڅه کوي، چې د هېواد د اقتصادي راتلونکي د خوندي کولو په موخه پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، د افغانستان اقتصادي عالي شورا په خپلې تازه پرېکړه کې هغو پانګوالو ته د یو لړ اسانتیاو وړاندیزونه کړي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

په دغو وړاندیزونو کې د اوو کلونو لپاره له مالیو ورکولو معاف کېدل او د کارخونو جوړولو لپاره په صنعتي پارکونو کې د وړیا ځمکې برابرول شامل دي.

د پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته وویل، له دغو اسانتیاو هغه پانګوال ګټه اخېستی شي، چې تر یو میلیون ډالرو ډېره پانګونه وکړي.

له بله پلوه د افغانستان د سوداګرۍ خونه اندېښنه ښیي نویو پانګوالو ته دا ډول اسانتیاوې برابرول به پخوانۍ پانګونې ته ګواښ جوړ کړي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، دا کار به د بازار په رقابت کې ناانډولي رامنځته کړي او پخوانيو پانګوالو ته به زیان ورسوي.

خو د پانګونې د ملاتړ ادارې ویاند روح الله احمدزی بیا وايي، که څه هم دوی دې ټکي ته په اندېښنه کې دي، خو له مالیې وزارت سره د پخوانیو پانګوالو د ملاتړ پر سر خبرې کوي او په دې برخه کې یې ورته خپل وړاندیزونه سپارلي دي.

د سوداګرۍ خونې له حکومته غوښتي، چې دغه نوې تګلاره باید عملي شي او د یو شمېر پخوانیو هغو په څېر د کاغذ پر مخ پاتې نه شي.

دغې ادارې یادو پانګوالو ته همدراز د برېښنایي لګښتونو د بښلو یا کمولو تر څنګ د یو لړ نورو اسانتیاو غوښتنه هم کړې ده.

په همدې حال کې د دې ادارې چارواکي د سوداګرو په استازیتوب هیله کوي، چې دغه بهیر اداري فساد ښکار نه شي.

ورته مطالب