ولسي جرګه د کورنيو چارو وزير استيضاح کوي

Image caption ښاغلی پتنګ مخکې هم ولسي جرګې ورغوښتی و، خو دی نه دی ورغلی.

د افغانستان ولسي جرګې پریکړه وکړه چې د کورنیو چارو وزیر د راتلونکې دوشنبې په ورځ استیضاح کړي.

د غلام مجتبی پتنګ د استیضاح پریکړه وروسته له هغه وشوه چې نوموړي د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته له ورتګ ډډه وکړه.

د ولسي جرګې ۵۵ غړو د ښاغلي پتنګ د استیضاح لپاره لاسلیکونه وکړل.

خو یو شمیر نورو بیا د مالیې وزیر عمر زاخیلوال استیضاح ته په اشارې سره وویل تېرې ترخې تجربې باید تکرار نه شي.

ولسي جرګې د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت او محلي ارګانونو مشران په لویو لارو کې د امنیتي ستونزو په تړاو استجوابیه غونډې ته ورغوښتي وو.

خو د کورنیو چارو وزیر غلام مجبتې پتنګ غونډې ته ورتلو ډډه وکړه او د وزارت مرستیال یې د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ځوابولو ته واستوه.

ولسي جرګې ته د هغه د نه ورتګ له امله د ملي دفاع وزیر او نور مسؤولین هم له جرګې رخصت شول او له اوږده بحث وروسته د ښاغلي پتنګ د استیضاح پریکړه وشوه.

د جرګې یو شمیر غړي د ښاغلي پتنګ استیضاح ته د شک په سترګه ګوري، زیاتوي چې د استیضاح پروسه په ولسي جرګه کې فساد ته لاره هواروي.

د پکتیکا ولایت استازی نادر خان کټوازی وايي د استیضاح تېرې ترخې تجربې باید تکرار نه شي.

خو یو شمیرو نور بیا د کورنیو چارو وزیر ولسي جرګې ته په بې احترامۍ تورنوي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم ولسي استازو وروسته له هغه د ښاغلي پتنګ د استیضاح پریکړه وکړه چې د دې جرګې استجوابیه غونډې ته يې له ورتلو ډډه وکړه.

تېر ځل ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر د هغو خبرو د سپیناوي لپاره وروغوښتی و چې د ملي امنیت په شورا کې ویلي و، د ملي شورا د غړو څه باندې ۱۵۰۰۰غوښتنليکونه یې ترلاسه کړي، چې په کې ځينې ناقانونه غوښتنې هم دي، خو د استیضاح دا پریکړه عملي نه شوه.

ورته مطالب