مدني ټولنو د ټاکنو قانون د توشېح هرکلی کړی

Image caption د ټاکنو کمېسیون وايي تر اوسه ۱۲۰۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده

د افغانستان مدني ټولنې د ټاکنو اړوند قوانینو د تصویب او توشېح هرکلی کوي، خو ټینکار یې دا دی چې دغه قوانین په سمه توګه پلي شي.

د ټاکنو بهیر د ټینګښت شبکې په نوم يوه بنسټ له خلکو غوښتي، چې د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، او مېرمنو ته د پراخ ګډون زمینه برابره شي.

بل خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په ۴۵ ولسوالیو کې دوی نه دي توانېدلي، چې د نوم لیکنې د بهیر لپاره ښځینه کارکوونکې جذب کړي.

ګلستان شينواری په خپل راپور کې کاږي، دغه کمېسیون له مدني ټولنو وغوښتل چې په دغه برخه او د ټاکنو په اړه عامه پوهاوي کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان کابو ۶۰ مدني ټولنو د ټاکنو د بهیر د څار او ملاتړ په موخه د ټاکنو بهیر د ټینګښت لپاره د مدني ټولنو شبکې په نامه یو بنسټ جوړ کړی چې د مسوولینو په وینا یې د دغه بهیر د روڼتیا او عادلانه پرمختګ لپاره به کار کوي.

د یادې شبکې مسولینو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی له حکومت او خلکو غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته زمینه برابره کړي.

د ټاکنو بهیر د ټینګښت شبکې یوه غړې روشن سیرن وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شته ناامني او په ټاکنو کې د خلکو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د کم رنګه ګډون شونتیا هغه ټکي دي چې دوی ورته په اندېښنه کې دي.

په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو له مدني ټولنو وغوښتل چې ټاکنو ته د چمتوالي په بهیر کې ورسره مرسته وکړي.

د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور همدراز ناامني یوه ستره ننګونه وبلله.

خو ده ټینګار وکړ چې په دې برخه کې له امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي او له دغو ادارو یې غوښتي، چې د ټول هېواد د امنیتي وضعې په اړه مالومات ورکړي، چې دوی ته په کومو سیمو کې ګواښونه موجود دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ټاکنیزو کمېسيونونو د غړو د غوراوي له کمېټې او د هېواد له ولسمشره غوښتي، چې د ټاکنیزو کمېسيونونو د غړو په غوراوي کې له ځیرنې کار واخلي او دغه غړي د وړتیا، تخصص او بې طرفۍ پر بنسټونو وګوماري.

دغه راز د افغانستان د رڼو ټاکنو په نامه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې له اړوندو بنسټونو غوښتي، چې د ټاکنو اړوند قوانین په بشپړه توګه پلي کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د زمري میاشتې په پنځمه نېټه به د ولسوالیو او ناحیو په کچه په ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوم لیکنې دویم پړاو پیل شي.

د دغه کمېسیون په خبره په لومړي پړاو کې تر اوسه ۱۲۰۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې چې کابو ۳۰۰۰۰ یې مېرمنې دي.

ورته مطالب