'ټول پوهنتونونه دې یو درسي نصاب پلی کړي'

Image caption له دې وړاندې د افغانستان په پوهنتونونو کې بېلابېل درسي نصابونه تدریسېدل او ځانګړې کریکولم یې نه درلوده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، له پخواني کریکولم یا درسي نصاب سره د نوي پلي کېدونکي کریکولم توپیر دا دی، چې نوی درسي نصاب په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا تر دې مخکې دافغانستان پوهنتونونو یو درسي نصاب نه درلود، په دې مانا چې د یوه ولایت درسي نصاب به د بل ولایت له درسي نصابه سره توپير درلود.

کابل کې زموږ همکاره ماریا محب وايي، د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وايي، نوی درسي نصاب به په روان کال کې د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې پلی شي:

''موږ سږ کال په دې وتوانېدو، چې د بېلابېلو پوهنتونونو د پوهنځیو کریکولمونه بشپړ کړو، اوس پر پوهنتونونو وېشلو ته برابر دي. له دې وروسته په ټول هېواد کې نوی درسي نصاب یا کریکولم پلی شي. له دې کریکولم، نه یوازې ټول ۳۱ پوهنتونونه او تحصیلي موسسې چې په ټول هېواد کې يې لرو ګټه اخیستی شي، بلکې خصوصي پوهنتونونه هم کولی شي، چې له دغه نصاب نه ګټه واخلي. دغه کریکولم چې د استادانو لخوا جوړ شوی دی، په ستندردونو برابر دی، چې له مخې يې کیفیت ورسره لوړېدلی شي''.

کریډېټ سیستم

د لوړو زده کړو وزارت دارنګه وايي، د نوي کریکولم په پلي کېدو سره به په ټولو پوهنتونونو کې کرېدېت سیستم هم پلی شي.

نوی پلی کېدونکی درسي نصاب به په خصوصي پوهنتونو کې هم د پلي کېدو وړ وي.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې اجراییوي مشر ګلاپ شاه اماني وايي، په ټوله کې له نوي درسي نصاب سره ستونزه نه لري، خو زیاتوي، په جزییاتو کې له دغه نصاب سره مخالف دي.

تر دې مخکې په یوشمېر پوهنتونو کې په درسي نصاب نیوکې کېدې، چې مواد یې معیاري نه دي او کچه یې ټیټه ده، خو د نوي درسي نصاب په تدریس سره ممکن دغه ستونزه تر ډېره هواره شي.

ورته مطالب