''قوم ته سپکوونکی وکیل له ولسي جرګې وباسئ''

لاریون
Image caption په خواله رسنيو او په ځانگړي ډول فيس بوک کې هم د سرپل د ياد شوي وکيل څرگندونو د افغانانو او په ځانگړي ډول پښتنوترخه غبرگونونه راپارولي.

د افغان ملي غورځنگ په نامۀ يو خوځښت د يوه لاريون په ترڅ کې له ولسي جرگې وغوښتل چې د سرپل وکيل انور سادات د جرگې د کورنۍ کړنلارې پر بنسټ له جرگې وباسي.

دغه سلگونه لاريونيان د افغانستان د ملي شورا مخې ته راټول شوي وو، چې په ولسي جرگه کې د سرپل د وکيل انور سادات پر ضد يې توند شعارونه ورکول.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک وايي، لاريونيانو په خپل پريکړه ليک کې ويلي دي، د هغه چلند له مخه چې پخوا يې پر بنسټ ملالۍ جويا له ولسي جرگې ايستل شوې وه.

انور سادات دې هم ولس ته د سپکاوي په تور له ولسي جرگې وشړل شي او د جزا د قانون د ٢٣٣ او ٢٤٠ مادې پر بنسټ دى قامي توپير ته د لمن وهلو او افغان ولس ته د سپکاوي په تور محاکمه شي.

لاريون ته د ولسي جرگې يو شمېر غړو هم وينا وکړه او د لاريونيانو غوښتنې يې پر ځاى وبللې د پکتيکا د خلکو استازي نادر خان گټوازي وويل چې د انور سادات خبرې له بل ځايه سرچينه نيسي،

اخلاقي فساد

ښاغلي کټوازي پر حکومت غږ وکړ چې قامي توپيرونو ته لمن وهونکي له پښو وغورځوي.

د سرپل وکيل انور سادات تيره اونۍ د پښتنو تاريخ وغنده، او پښتانه يې ان پر اخلاقي فساد تورن کړل، نوموړي وروسته وويل چې موخه يې حکومت و نه پښتون قام،خو بيا هم ولس پر دغه خبرو قهريدلې او په تيرو ورځو کې يې پر وړاندې سربېره پر کابل په يو شمير نورو ولايتونو کې هم لاريونونه شوي دي،چې وروستۍ بيلگه يې د افغان ملي غورځنگ نننی لاريون و.

په خواله رسنيو او په ځانگړي ډول فيس بوک کې هم د سرپل د ياد شوي وکيل څرگندونو د افغانانو او په ځانگړي ډول پښتنوترخه غبرگونونه راپارولي دي، چې په ترڅ کې يې انور سادات په بيلو بڼو سره غندل شوى دى.