فيفا: په نوم ليکنه کې سرغړونې شوې دي

Image caption په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو روڼوالی هغه مسله ده، چې تل پرې بحثونه کیږي

د افغانستان د آزادو اوعادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وايي، د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په لړۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ځینو کارکوونکو سرغړونه کړې ده.

فیفا زیاتوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د ځینو سرغړونو مخنیوی هم کړی دی، خو ځینې يې پخپل ځای پاتې دي.

بله خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، فیفا داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی، چې د هغه بنسټ له خوا ادعا شوې درغلی ثابتې شي.

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو روڼوالی هغه مسله ده، چې تل پرې بحثونه کیږي.

راتلونکې ټاکنې چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې ترسره کیږي، د ټولو لپاره یوه پوښتنه دا ده، چې دا ځل ټاکنې به رڼې وي، که به بیا د یوشمېر کړیو له خوا له درغلیو ډکې وبلل شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وايي، د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د لړۍ له پیل راهیسې يې په شاوخوا ۱۵ولایتونو کې ځینې سرغړونې ثبت کړي دي.

د دغه بنسټ اجرایوي مشر جانداد سپین غر وايي، په دې سرغړونو کې يې کمو عمرو کسانو او هغه کسانو ته چې هویت یې معلوم نه وي د کارتونو وېش او ځینو ته آن د څو کارتونو ورکول ثبت کړي دي.

ښاغلی سپین غر زیاتوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته يې په اوونیز رپوټ کې دغه سرغړونې په ګوته کړي، چې ځینې يې اصلاح کړي، خو ځینې يې پخپل ځای پاتې دي.

بل خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ تراوسه داسې کوم ثبوت نه دی ورته وړاندې کړی، چې په کې سرغړونې ثابتې شي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال په اپرېل کې ترسره شي.

د دغو ټاکنو د رای اچونې د کارتونو د وېش په لومړي پړاو کې په بېلابېلو ولایتونو کې شاو خوا ۱۲۰زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

دغه ټاکنې له دې امله مهمې ګڼل کیږي، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان وتونکي دي او د امنیت بشپړې چارې به افغان لوري ته سپارل کیږي.

Image caption ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال په اپرېل کې ترسره شي

ورته مطالب