کرزی: 'د ازرې او حصارک د خلکو امنيت خوندي کړﺉ'

Image caption د هرات يو شمېر ولسوالۍ او د ارزې او حصارک ولسوالۍ په وروستيو کې ناامنه شوي

افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي امنيت شورا په غونډه کې له امنيتي ځواکونو غوښتي چې د لوګر د ازرې او د ننګرهار د حصارک ولسواليو د ملکي خلکو مال او ژوند ساتلو ته پام ور واړوي.

د لوګر ازرې ولسوالۍ ته ورغلې لويې لارې له تېرو څو اوونيو راهيسې د وسله والو مخالفينو له لوري تړل شوي او دغې ولسوالۍ ته خوراکي او نور اړتيا وړ توکي نه ور پرېښودل کېږي.

مخکې داسې ناتاييد شوي راپورونه و، چې په ازره کې د خوړو د کمښت له امله د ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

ځايي خلک وايي، طالبانو ورته ويلي تر هغه چې افغان حکومت په دغه ولسوالۍ کې د محلي پوليسو جوړول ونه دروي، دوی به د دغې ولسوالۍ محاصره ختمه نه کړي.

له ازرې سره په څنګ کې بله پرته ولسوالي چې له څو اوونيو راهيسې د وسله والو طالبانو تر بريدونو لاندې ده، د حصارک ولسوالي ده.

د حصارک ځايي چارواکي وايي د دغې ولسوالۍ مرکز ته غځېدلې لارې وسله والو د يوې اوونۍ لپاره د خلکو پر مخ تړلې وې، خو اوس يې د عامو خلکو پر مخ بېرته پرانستې دي.

خو د بي بي سي يو خبريال وايي د حصارک ولسوال له تېر يو کال راهيسې د طالبانو د بريدونو له وېرې دغې ولسوالۍ ته د څرخي الوتکې پر مټ تګ راتګ کوي.

د هرات امنيت

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت چارواکو ويلي چې په دغو ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې پلانونه چمتو کړي دي.

د ملي امنيت شورا په ناسته کې همدا شان د هرات ولايت د امنيت په اړه هم اندېښنه په ډاګه شوه.

د ناستې ګډونوالو وويل د هرات په ځينو ولسواليو کې د غير مسووله سيارو وسله والو ډلو موجوديت د دې لامل شوی چې دغلته امنيت ګډوډ شي.

په ناسته کې امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې مخکې له دې چې په هرات کې امنيتي وضعيت خراب شي بايد په اړه يې له وړاندې امنيتي تدابير ونيول شي.

ورته مطالب