ولسي جرګې مجتبی پتنګ ته د رد رايه ورکړه

ولسي جرګه
Image caption ښاغلی پتنګ څو ځله ولسي جرګې ورغوښتی و، خو دی نه و ورغلی

ولسي جرګې د افغانستان د کورنيو چارو له وزير مجتبی پتنګ نه د باور رايه واخيسته او د جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې دغې څوکۍ ته بل څوک ور معرفي کړي.

د کورنيو چارو وزير ولسي جرګې استيضاحيه غونډې ته ورغوښتی و، د جرګې غړو د ده ځوابونه د قناعت وړ ونه بلل او صندوق يې ورته کېښود.

د جرګې غړو ښاغلي پتنګ ته ۱۳۶ د رد رايې ورکړې، په داسې حال کې چې له ده نه د باور اخيستو لپاره ۱۲۳ رايو ته اړتيا وه.

د ولسي جرګې غړو ډیری پوښتنې په هېواد کې د لويو لارو د امنيتي وضعيت په خرابېدو او په کورنيو چارو وزارت کې پر فساد ورټولې وې.

په لویو لارو کې د اکمالاتي کاروانونو د ساتنې په تړاو ښاغلي پتنګ وويل چې د امنيت ساتلو مسووليت يې يوازې د کورنيو چارو وزارت په غاړه نه دی.

ده وويل د پوليسو ترڅنګ د افغانستان ملي اردو او د ملي امنيت سرتېري دنده لري چې د لويو لارو امنيت خوندي کړي.

مجتبی پتنګ ادعا وکړه چې خصوصي امنيتي کمپنۍ طالبانو ته پيسې ورکوي، چې په لويو لارو کې پر اکمالاتي کاروانونو بريدونه وکړي.

وزارت کې فساد

ده دغه راز پر خصوصي امنيتي کمپنيو تور ولګاوه چې مخکې به يې وسله والو طالبانو ته د اکمالاتي کاروانونو د تېرېدو په بدل کې سلګونه زره ډالر ورکول.

ښاغلي پتنګ په کورنيو چارو وزارت کې فساد رد نه کړ، بلکې ويې ويل چې فساد په ټولو حکومتي ادارو کې شتون لري.

خو زياته يې کړه چې بايد مبارزه ورسره وشي او په دې مبارزه کې بايد قضايه، مقننه او اجراييه قوه په ګډه کار وکړي.

ده په کورنيو چارو وزارت کې له فساد سره د مبارزې په اړه وويل چې په دې تړاو يې ۵۴ پوليس زنداني کړي دي.

مجتبی پتنګ په دې اړه چې ولې د ولسي جرګې استجوابيه او استيضاحيه غونډو ته نه دی ورغلی، وويل، کارونه يې ډېر و او ورته رسېدلی نه شو، نو له همدې امله يې خپل مرستيالان جرګې ته استولي دي.

ده وويل يوازې په شپږو مياشتو کې د ولسي جرګې کمېسيونونو ۶۳ ځله ور غوښتی، چې د ده په وينا د ورتلو لپاره يې کافي وخت نه درلود.

ورته مطالب