کرزي پاکستان ته د سفر بلنه 'اصولو کې' ومنله

کرزی او سرتاج عزیز

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ خپره شوې ویناپاڼه وايي، حامد کرزي د نواز شریف له سلاکار سره په خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سولې او له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې په اړه خبرې وکړې.

ارګ وايي، د یکشنبې ورځې ماښام په کتنه کې سرتاج عزیز ولسمشر کرزي ته د پاکستان د رسمي سفر بلنه ورکړه.

وړاندې رسنیو انګیرله، چې کابل ته د ښاغلي عزیز د سفر موخه دا کېدای شي، چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته وروغواړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د سفر وړاندیز په اصولو کې ومانه، خو کره نېټه یې په ډاګه نه کړه.

په امنیتي او بهرنیو چارو کې، د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف ستر سلاکار سرتاج عزیز کابل ته په خپل لومړي سفر کې وویل، چې پاکستان له وړاندې له طالبانو سره اړیکې لرلې او له دغو اړیکو به په افغانستان کې د ثبات په ټنګښت کې کار واخلي.

ښاغلي عزیز، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، نوی حکومت یې له افغانستان سره نېکې اړیکې غواړي.

پر طالبانو کنټرول

ښاغلي عزیز وویل، حکومت یې له طالبانو سره تماسونه لري او چمتو دی، چې له دغو اړیکو نه د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټه واخلي او دا هغه څه دي، چې افغان حکومت او د سولې عالي شورا یې په وار وار غوښتنه کوي:

"همغسې، چې مخکې مې وویل، موږ له طالبانو سره له وړاندې اړیکې درلودې. خو پر هغوی کنټرول نه لرو. د افغانستان د سولې عالي شورا له موږ نه غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره د کتنې او د هغوی د بېرته خوندي ستنېدو زمینه برابره کړو. موږ همغسې وکړل، زمینه مو ورته برابره کړه او هغوی خپل هدف ته ورسېدل. موږ دارنګه د سولې د شورا په غوښتنه ۲۶ تنه طالب زندانیان هم ازاد کړل او د هغوی د بېرته ستنېدو موقع مو هم برابره کړه. که په راتلونکې کې هغوی له موږ څخه غوښتنه وکړي، موږ چمتو یو چې خپل رول ولوبوو خو البته په مناسب وخت کې او د ښکېلو غاړو په مشوره."

په دې وروستیو کې د سولې په تړاو د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي وو.

Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې دغه څرګندونې "د پاکستان د بدنامولو لپاره یوه بله هڅه " بللې وه.

تېره اوونۍ د افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم یوه افغان خصوصي تلوېزیون ته وویل، چې امریکا او پاکستان د افغانستان د تجزیې لپاره دسیسه جوړوي.

ښاغلي خرم دا هم ویلي وو، چې قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستل په اصل کې د هېواد د وېش لپاره یوه دسیسه وه.

که څه هم پاکستان د ښاغلي خرم دې څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مزار شریف کې د امریکا کونسلګرۍ دا څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

او ترې وړاندې، د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي بي بي سي ته ویلي وو، که چېرې پاکستان طالبانو ته ووايي له اورپکۍ لاس واخلي، افغانستان کې اونیو کې سوله راتلی شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې دغه څرګندونې "د پاکستان د بدنامولو لپاره یوه بله هڅه " بللې وه.

ورته مطالب