ډیمپسي: هيله لرو تر اکتوبره امنیتي تړون لاسلیک کړو

ډیمپسي او کرزی
Image caption له ښاغلي ډيمپسي سره په غونډه کې ولسمشر کرزي هم ویل چې دی تیار دی له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

د امریکا د پوځ لوړي پوړي چارواکي مارټین ډیمپسي هیله څرګنده کړې، چې له افغانستان سره به د اکتوبر تر میاستې امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز دغه خبرې پر داسې مهال په کابل له ولسمشر کرزي سره په ارګ ماڼۍ کې کړې دي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستو پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي.

په دوحه کې طالبانو ته د دفتر پر سر د واړو هېواد د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، کابل ته دا لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی، چې افغانستان ته سفر کوي.

له ښاغلي ډيمپسي سره په غونډه کې ولسمشر کرزي هم ویل چې دی تیار دی له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي.

خو ښاغلي کرزي یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې له امریکا سره امنیتي تړون په داسې شرایطو لاسلیکوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د متحد او خپلواک افغانستان سبب شي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیالې عادلې راز بي بي سي ته وویل: ''که د افغانستان شرطونه سبا هم پوره شي، نو چمتو دي، چې له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړي''.

اغلې راز پرته له دې چې ډېر جزییات ورکړي وویل، د ولسمشر کرزي او ښاغلي ډیمپسي ترمنځ خبرې تر ډېره د کابل او واشنګټن ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي تړون ور ټولې وې.

له امریکا سره امنیتي تړون به په افغانستان کې له ۲۱۰۴ کال وروسته، چې کله بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل قانوني شي.

د امریکايي ځواکونو لوی درستیز دا خبرداری هم ورکړ، که له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو اړ دي چې خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

خو افغان چاوراکي په دې باور دي، چې امریکا له افغانستانه ټول ځواکونه نه باسي او په غواړې د دغه ډول څرګندونو له مخې پر افغان حکومت فشار راوړي، چې له امریکا سره په امنیتي تړون کې د کابل غوښتنې له پامه و غورځول شي.

اوس د امنیتي تړون پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ خبرې درېدلې دي.

د دغه سند د وروستي کیدو لپاره د دواړو لوریو له خوا درې پړاونه خبرې شوې خو څلورم پړوا خبرې هغه مهال وځنډول شوې، چې ولسمشر کرزي په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدو پر بڼې نیوکې وکړې او د اعتراض په ډول له امریکايي لوري سره خبرې ودرولې.

ورته مطالب