د ټاکنو د صلاحيتونو قانون د اساسي قانون خلاف دی

Image caption اته مياشتې مخکې ملي شورا د ټاکنو د تشکيل او صلاحيتونو قانون تصويب کړ

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو قانون ځینې برخې د اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

د دغه کمېسيون چارواکي وايي، د اساسي قانون له مخې د ټاکنو د کمېسیون غړي باید د ولسمشر له خوا وټاکل شي په داسې حال کې چې اوس د يوې کمېټې له لوري ټاکل کېږي.

دوی وايي د کمېسیون د نهو غړو له ډلې د شپږو د دندو وخت لا نه دی بشپړ شوی او ولسمشر باید هغه مهال نوي غړي کمېسیون ته ور وپېژني چې د دغو غړو وخت پوره شي.

فهيم عابد په خپل راپور کې وايي د افغانستان د ټاکنو کمېسیون شپږو غړو د دغه کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون ځینې برخې وروسته له هغه له اساسي قانون سره په ټکر کې وبللې چې د دوی دندې په خطر کې شوې.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مرستیال عبدالخالق حسیني چې د نورو په استازیتوب خبرې کولې وویل، د اساسي قانون له مخې باید د حکومت لوړپوړي چارواکي د ولسمشر له خوا وټاکل شي.

دی وايي خو اوس د ټاکنو د کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو په قانون کې دغه دنده د غوراوي کمېټې ته ورکړل شوې ده.

د ښاغلي حسیني په وینا د افغانستان د اساسي قانون له مخې له ټاکنو یو کال وړاندې د ټاکنو قانون د ملي شورا په کاري اجنډا کې نه شي شاملېدای.

خو د افغانستان د ټاکنو د قانون مسوده د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا په داسې حال کې تصویب شو چې ټاکنو ته شاوخوا اته میاشتې پاتې وې.

هغه دغه راز پر ولسي جرګې تور ولګاوه چې د ټاکنو د کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو قانون یې د خپلو ګټو لپاره تصویب کړی، نه په هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره.

د ټاکنو د کمېسیون مرستیال وايي، د ملي شورا ګڼو غړو د ټاکنو کمېسیون د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره خپل نومونه لیکلي او غواړي د دغه کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړي.

ورته مطالب