سره صليب په افغانستان کې ۳ دفترونه تړلي

سور صليب
Image caption سور صليب په افغانستان کې ۱۷ دفترونه لري چې درې يې تړي

د سره صليب نړېوالې کمېټې اعلان کړی چې د افغانستان په ارزګان، بادغيس او کونړ ولايتونو کې يې خپل دفترونه د ناامنۍ له امله تړلي دي.

د دغې کمېټې چارواکو ويلي يو شمېر بهرنيو کارکوونکو افغانستان پرېښی او د دغې کمېټې يو شمېر افغان کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، خو په اړه کره شمېر ور نه کړ.

دوی دغه پرېکړه له هغه کابو دوه مياشتې وروسته کوي چې په ختيځ ننګرهار کې يې پر دفتر د بريد په پايله کې يو ساتونکی ووژل شو او درې کارکوونکي ټپيان شول.

عبدالله ستانکزی په راپور کې کاږي، د سره صليب نړېواله کمېټه وايي په افغانستان کې د خپلو ۱۷ مرکزونو له ډلې درې هغه يې چې په قلعه نو، ترينکوټ او اسعد اباد کې وو، تړلي دي.

سور صليب د دغو دفترونو د تړلو لوی لامل په دغو سيمو کې امنيتي ګواښونه په ګوته کوي چې په خبره يې د وسله والو ډلو شمېر په کې زيات شوی دی.

په افغانستان کې د دغې کمېټې يوه وياند حسيب رحيمي بي بي سي ته وويل پر جلال اباد دفتر يې تر بريد وروسته دغه پرېکړه شوې ده:

"د جلال اباد پر دفتر له بريده وروسته پرېکړه دا ونیول شوه چې په افغانستان کې د دغې کمېټې فعاليتونه و ارزول شي او دا دی په ترينکوټ، قلعه نو او اسعد اباد کې زموږ دفترونه وتړل شول."

ښاغلی رحيمي وايي د دغه بنسټ مهم خدمتونه د بېلګې په ډول له معلولينو سره مرسته، د زندانونو ارزونه او له کورنيو سره د بندیانو د اړيکو ټينګول به دوام ولري.

Image caption د جوزا پر اتمه جلال اباد کې د سره صليب پر دفتر بريد وشو.

ده دغه راز وويل: "د خوراکي او غير خوراکي توکو رسول او يا د اوبو رسولو فعاليتونه وخت ته اړتيا لري چې څنګه وکړای شو ويې ارزوو. ښايي کم شي، ښايي شريکانو ته يې ورکړو او يا هم ښايي په يو مخ ودرول شي."

دغه کمېټه په افغانستان کې ۱۸۰۰ کورني او بهرني کارکوونکي لري.

پر سره صليب بريد

د روان کال د جوزا پر اتمه د افغانستان د ختيځ ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د سره صليب پر دفتر نامعلومو وسله والو کسانو بريد وکړ.

په افغانستان کې د سره صليب يو وياند حسيب رحيمي وايي په دغه بريد کې د دفتر يو افغان ساتونکی وژل شوی، يو بهرنی او دوه کورني کارکوونکي ټپيان شوي دي.

دی وايي په افغانستان کې د سره صليب د فعاليتونو له پيل راهيسې چې شاوخوا ۳۰ کاله يې کېږي دا په خپل ذات کې تر ټولو بوږنوونکی بريد و.

د سره صليب نړېواله کمېټه په بې پرې ډول د جګړې له ښکېلو غاړو سره مرسته کوي او ګومان دا دی چې له همدې امله پر دغې کمېټې بريدونه نه کېږي.

د سره صليب د جلال اباد پر دفتر د بريد مسووليت هېڅ يوې ډلې پر غاړه وا نه خيست.

ورته مطالب