افغان دفاع وزارت وايي د ټولټاکنو چارو امنيت ساتنې ته چمتو دي

Image caption جنرال افضل امان وايي دوی اوس د ټاکنو د نوم لیکنې د ویم پړاو پاڼو د لېږد چارې هم پیل کړې دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي ملي اردو، پولیس او د ملي امنیت کارکوونکي د ټاکنو کمیسیون له غوښتنو سره سم د چارو سمبالښت ته تیار دي.

د افغانستان امنیتي چارواکي وايي دوی د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پاڼو د لېږد په دویم پړاو کې دي.

په کابل کې زموږ همکار خوشال تايب وايي افغان امنيتی چارواکي پر خپل توان ټينګار کوي او وايي په هره سیمې کې چې غواړي خپلې چارې ترسره کړي نو دوی هم ورسره همکاري کوي.

د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو لومړی پړاو چې په شاوخوا یو سل او شل اداري واحدونو کې وو بشپړ شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت په دغه چاره کې د هوايي ځواکونو رول ډېر اغېزمن او د پام وړ بولي.

د دفاع وزارت د عملیاتي چارو مشر جنرال افضل امان وايي دوی اوس د ټاکنو د نوم لیکنې د ویم پړاو پاڼو د لېږد چارې هم پیل کړې دي.

جنرال امان وايي "موږ اوس د رایه ورکونکو د نوم لیکنې د سندونو د لېږد په دویم پړاو کې یو چې نن هم د افغانستان څو ولسوالیو ته د ګواښونو له امله نه، بلکې د لېرې والي له کبله زموږ څرخي الوتکې د هغوی په خدمت کې وې."

د افغانستان غرنی طبيعت له مخې ځينو لرې پرتو سيمو ته تګ راتګ خورا ګران وي، خو جنرال امان وايي "موږ د هوا او ځمکې له لارې یو شمېر ولسوالیو ته خپل اکمالات کړي دي".

د ښاغلي امان په وینا د ټاکنو د ملاتړ بهیر په بشپړه توګه افغاني دی او تر اوسه له کومې سترې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

امنیتي چارواکي وايي دوی هڅه کوي د افغانستان ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته لارې پرانیستې وساتي چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

ددوی یوه اصلي او عمده موخه هم د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو بشپړ ملاتړ دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال په وري میاشتې کې ترسره شي. خو په وړاندې یې ستر خنډ امنیتي ستونزې بلل کیږي.

ورته مطالب