د افغان پوځ مشرۍ لومړني عملیات پیل شوي

افغان پوځيان
Image caption د دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي، خو طالبانو ته یې "پام وړ" مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان پوځ د هېواد په ختيځ کې د "سیمرغ" په نامه عملیاتو کې د پرمختګ خبره کوي.

دغه عملیات دوې ورځې مخکې د لوګر ازرې او ننګرهار حصارک ولسوالیو کې، چې دواړې له یو بل سره پوله لري، پیل شوي وو.

په دې عملیاتو کې سلګونو افغان سرتېرو ګډون کړی و.

زموږ همکار فرهاد محمدي کاږي، د افغانستان پوځ وايي، طالبان غواړي، د څنګلورو ولسوالیو او کابل د ناامنه کولو لپاره له دغو ولسوالیو ګټه واخلي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا عملیات یوازې د افغان پوځ په مشرۍ په خپلواک ډول پیل شوي.

د "سیمرغ" په دې عملیاتو کې د نژدې هغو ۴۰۰ وسله والو مخالفانو د ځپلو په موخه پیل شوي وو، چې دغو سیمو کې یې د فعالیت راپور ورکړل شوی.

دفاع وزارت وايي، د عملیاتو یو هدف بهر ته د دغو ولسوالیو د بندو لارو پرانیستل وو.

په دغو مستقلانه افغان عملیاتو کې سلګونه افغان پوځيانو، پولیسو، کومانډو او د هوايي ځواک او توپخانې سرتېرو برخه اخیستې.

د دغو عملیاتو په اړه د معلوماتو ورکولو په باب دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوه خبري غونډه لرله.

د غونډې یوه ویناوال او د دفاع وزارت له خوا د دغو عملیاتو مشر جنرال افضل امان وویل، دا ولسوالۍ د اورپکو لپاره د راپورته کېدو سیمې دي، چې جړې یې باید وایستل شي.

Image caption تېره اوونۍ د ننګرهار حصارک ولسوال له دې کبله بدل شو، چې د ولسوال په وینا د ولسوالۍ د امنیت په اړه یې رسنیو ته خبرې وکړې.

د افغانستان پوځ وايي، په دې عملیاتو کې یو شمېر "بهرني جنګیالي" نیول شوي، خو د کوم ځانګړي هېواد نوم یې وانه خیست.

د دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي، خو طالبانو ته یې "پام وړ" مرګ ژوبله اړولې ده.

پوځ وايي، ازره یا حصارک ولسوالیو کې دایمي اډې نه جوړوي، خو تر هغو چې سیمه یې له اورپکو پاکه کړې نه وي او امنیت یې پولیسو ته سپارلی نه وي، عملیات به دوام ومومي.

ورته مطالب