پاکستان کې د کډوالو د مودې په غځولو کابل خوښ دی

Image caption اسلام آباد منلې چې شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیونه افغان کډوال به د قانوني سندونو په درلودلو سره تر ۲۰۱۵ کاله په پاکستان کې ژوند وکړي.

افغان حکومت د پاکستان د کابینې د هغه تصمیم هر کلی کړی چې له مخې به یې افغان کډوال په دې هېواد کې دوه نیم کاله نور هم پاتې شي.

د پرېکړې له مخې اسلام آباد منلې چې شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیونه افغان کډوال به د قانوني سندونو په درلودلو سره تر ۲۰۱۵ کاله په پاکستان کې ژوند وکړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له حکومته غواړي، په دغه هېواد کې یو میلیون نورو افغانانو ته هم د کار او ژوند زمینه برابره کړي، چې په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې د اوږدېدو خبر شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر له خوا په کابل کې اعلان شوی و خو د تر یوې میاشتې وروسته د پاکستان فدرالي کابینې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تصویب کړه.

د اسلام آباد د نوي تصمیم له مخې اوس شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیونه افغانان په خپلو قانوني سندونو سره کولای شي تر ۲۰۱۵ کاله په پاکستان کې ژوند وکړي.

افغان حکومت د دغې پرېکړې هر کلی کړی دی.

خو لا هم تر یو میلیون ډېر افغان کډوال په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي چې د دواړو هېوادونو لپاره یو ستر سرخوږی بلل کېږي.

ښاغلی جماهیر انوري وايي هڅه کوي دغې ستونزې ته هم د حل یوه لار ومومي.

پاکستان له افغان حکومت دا غوښتنه هم کړې چې د لنډ مهاله حل لارو پر ځای له پاکستانه د افغان کډوالو پر داوطلبانه وتلو فکر وکړي.

پاکستاني چارواکو دغه راز له افغان لوري غوښتي چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدو او په افغانستان کې دننه هغوی ته د کاري زمینو د برابرولو لپاره هڅې وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ یا یو اېن اېچ سي آر هم ژمنه کړې چې په دې برخه کې به له افغان حکومت او کډوالو سره مرسته کوي.

ورته مطالب