د ناټو او افغانستان ترمنځ امنيتي تړون اړين دی

Image caption جنرال برېد لف وايي که تړون په اکتوبر مېاشت کې کېږي نو دا به غوره نېټه وي

په اروپا کې د ناټو عمومي قومندان وايي په افغانستان کې له ٢٠١٤م کاله وروسته د ناټو د حضور لپاره ډېره مهمه ده چې دغه ټلواله له افغانستان سره يو امنيتي تړون لاسليک کړي.

جنرال فلېپ برېدلف له اسوشيټېډ پریس خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي د امنيتي تړون لاسليک کېدل ډېر مهم دي، خو راتلونکی اکتوبر يې وروستۍ نېټه يا ضرب الاجل نه دى.

جنرال برېد لف زياته کړه که تړون په اکتوبر مېاشت کې کېږي نو دا به غوره نېټه وي، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دوه اړخېز امنيتي تړون څومره ژر چې شونې وي لاسليک شي.

په اروپا کې د ناټو د عمومي قومندان دا څرگندونې وروسته له هغه کېږي چې څو ورځې وړاندې د امريکا د لويو درستيزانو د گډې جرگه گۍ مشر جنرال مارتين ډيمسي وويل په افغانستان کې له ٢٠١٤م کاله وروسته د امريکايي ځواکونو د شتون په تړاو دوه اړخيز امنيتي تړون بايد تر راتلونکې اکتوبر مياشتې لاسليک شي.

ښاغلي ديمسي استدلال کاوه چې د دوى روان ماموريت د ٢٠١٤م کال په اکتوبر کې پاى مومي او په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره د يوۀ چوکاټ جوړولو ته اړتيا چې د دې چارې بشپړول شاو خوا يو کال وخت نيسي.

له افغانستان سره د امنيتي تړون لاسليک کېدل به ناټو او د ټلوالې هېوادونو ته دا اجازه ورکړي چې له ٢٠١٤م کال وروسته هغه مهال چې بهرني جگړييز ځواکونه افغانستان پرېږدي د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ وکړي.

ورته مطالب