'د نوم ثبتولو دويم پړاو ۳۸۵ ولسواليو کې پيل شو'

Image caption په لومړي پړاو کې ۱۳۰زره کسانو د رايو کارتونه اخيستي دي

سر له ننه په ټول افغانستان کې د رایی ورکولو د کارتونو د وېش او رایې ورکوونکو د نومونو ثبتولو لړۍ پیل شوه.

ویل کېږي، چې دغه پړاو به دوې میاشتې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې څلورو میلیونو افغانانو ته د رایې کاروونې کارتونه ورکړل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې د افغانستان ۳۸۵ ولسوالیو ته د اړتیا وړ مواد او تجهیزات استول شوي، خو ۱۴ ولسوالیو ته د ستونزو له کبله لا هم نه دي رسېدلي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، په دغه پړاو کې د ولسوالیو په مرکزونو او د لویو ښارونو په شاوخوا سیمو کې د رایې کاروونې لپاره د نومونو د ثبت دفترونه پرانیستل کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولینو په وینا د نارینه وو لپاره به د نومونو د ثبت ۴۴۰ دفترونه پرانیستل شي او همدومره به د ښځینه وو لپاره وي.

دغه دفترونه به تر دوو میاشتو پورې د خلکو پر مخ پرانیستي وي او وړاندوینه شوې، چې نژدې څلور میلیونه افغانان به له دې مرکزونو څخه د رایې کاروونې کارتونه واخلي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوي وايي، له ۱۴ ولسوالیو پرته، چې امنیتي وضعیت یې ښه نه دی، د افغانستان ټولو ولسوالیو ته د ځمکې او هوا له لارې د ټاکنو لپاره اړین مواد او تجهیزات رسېدلي دي:

"هر وخت چې د دې ولسوالیو امنیت تامین شي، موږ چمتو یو دې سیمو ته اکمالات وکړو او هلته د نومونو د ثبت لړۍ پیل شي. د وخت د لږوالي له کبله موږ کولای شو مرکزونه ډېر کړو، دا یو تدبیر دی چې موږ یې کولای شو."

ښاغلي معنوي زياته کړه که و نه توانیږو، دغه مرکزونه پرانیزو، د دې نا امنه سیمو په شاوخوا کې داسې ځایونه ګورو، چې امنیت یې تامین وي او په یو ډول د دې سیمو کې خلک وتوانېږي هلته ځان ورسوي او کارتونه واخلي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د هلمند باغران او دېشو، د غزني ناوه او د زابل کاکړ هغه څلور ډېرې ناامنه ولسوالۍ وبللې، چې د ده په وینا د رایې اچوونې مرکزونه په کې، نه پرانیستل کېږي.

د کارتونو د وېش لړۍ دوه میاشتې مخکې د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شوې وه، چې د ټاکنو له پیله دوه اوونۍ مخکې مهاله پورې به دوام وکړي.

په لومړي پړاو کې ۱۳۰زره کسانو د رایې اچوونې کارتونه تر لاسه کړي، چې په سلو کې ۲۳ یې ښځې دي.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې اته میاشتې وروسته وشي.

ورته مطالب