غزني کې د پاڅون کوونکو يو قومندان وژل شوی

Image caption غزني، سمنګان او بغلان ولايتونو کې چاودنو ۹ کسه وژلي دي

له غزني ولايت نه راپورونه وايي دغلته د پاڅون کوونکو یو قوماندان دولت خان تره کی په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی.

دغه بريد د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې شوی او د قومندان درې ملګري هم د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې وژل شوي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي د پېښې د تاييد ترڅنګ وايي دغه ځانمرګی بريد د يوه موټر سايکل سپاره له لوري شوی دی.

اسد الله جلالزی په خپل راپور کې کاږي، ښاغلی احمدي وايي په بريد کې څلور ولسي وګړي هم وژل شوي او اووه کسه نور ټپيان دي.

ولايتي چارواکي وايي بريد پرون د جمعې په ورځ ماښام ناوخته په قره باغ کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال شوی دی.

وسله والو طالبانو د بريد مسووليت منلی دی.

سمنګان او بغلان چاودنې

د سمنګان والي خیر الله انوش نن سهار (جمعه،۲۷ جولای) له لرې کنټرولېدونکي يوه بمي بریده روغ رمټ وتلی دی.

بريد داسې مهال شوی چې ښاغلی انوش په مرکز ايبک کې د خپل دفتر په لور روان وو، چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېد.

په دغه پېښه کې يو ماشوم ټپي شوی دی.

بل خوا په بل شمالي ولايت بغلان کې په يوه ورته پېښه کې نن سهار د سړک د غاړې ماين د دغه ولايت په امنيه قومندان چاودلی دی.

چاودنه پر داسې مهال شوې چې اسدالله شېرزاد د خپل دفتر پر لور روان و.

ښاغلي شېرزاد بي بي سي ته وويل چې په چادونه کې دوه ملکيان وژل شوي دي:

"د سړک د غاړي ماین زما پر موټر وچاودید ، خو له نیکه مرغه ماته یې کوم زیان نه دی رسولی. چاودنه زوروره وه او امنیه قومندانۍ ته نژدې وه، دوه ملکي کسان پکې وژل شوي او زما یو ساتونکی لږ ټپي دی."

وسله والو طالبانو د سمنګان پر والي او د بغلان پر امنيه قومندان د بريدونو پړه منلې ده.

په وروستيو مياشتو کې د افغانستان له شمال په ځانګړي ډول له بغلان او کندز ولايتونو نه د تاوتريخوالي راپورونه ورکول کېږي.

ورته مطالب