د غوراوي کمېټې نوماند کمیشنران کرزي ته استولي

Image caption ټاکل شوې ده، چې افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې اته میاشتې وروسته د وري په میاشت کې تر سره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمیشنرانو د غوراوي کمېټې لنډ مهالې دارالانشاء د خپل یوه غړي په نشتوالي کې نن د هغو ۲۷ کاندیدانو نومونه اعلان کړل، چې د دغې کمېټې له لوري ولسمشر حامد کرزي ته د ۹ کمیشنرانو د نومونو غوراوي لپاره لېږل شوي دي.

دغه کمېټه له شپږو استازو جوړه وه، چې یوه غړي یې یانې د مدنې ټولنې استازی په وروستۍ غونډه کې ګډون نه درلود.

نور محمد سعید وايي، د غوراوي کمېټې غړي او د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، افغان ولسمشر ته د ۲۷ کاندیدانو لیږل شوي نومونه داسې مهال اعلان کړل، چې د کمېټې یوه غړي غونډه کې برخه نه لرله.

نوموړي وویل دوی خپل کار سر ته ورساوه او اوس د اساسي قانون له مخې ولسمشر واک لري، چې د ۲۷ کسانو له دغه نوملړ څخه د ۹ کمیشنرانو نومونه غوره کړي.

د کمیشنرانو د غوراوي کمېیټه د سترې محکمې، مشرانو جرګې، ولسي جرګې بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، مدني ټولنې او پر اساسي قانون د څار کمېټې د مشرانو په غړیتوب جوړه شوې وه.

د دغو کمیشنرانو د کار موده شپږ کاله ده، کله یې چې ولسمشر تصویب کړي، دوی به پخپلو کې خپل مشر او منشي ټاکي.

خو د ښاغلي مسلمیار په وینا د مدنې ټولنې له لوري دوو کسانو د استازیتوب ادعا کوله او له همدې امله دوی و نه توانېدل، یوه ته د غړیتوب حق ورکړي او بل رد کړي.

د ښاغلي مسلمیار په وینا ۳۴۵ کسانو د کاندید کېدو لپاره فورمې تر لاسه کړې وې، چې ۲۶۹ هغو یې فورمې ډکې کړې او په لومړي پړاو کې ۹۸ کسان ترېنه غوره شول او په وروستي پړاو کې پاتې پنځو غړو د رایو په اتفاق د ټاکنو د تشکیل او صلاحیتونو د قانون پر بنسټ، چې په ۷ او اتمه مادو کې یې یادوونه شوې، د ۲۷ کسانو نوملړ د ولسمشر دفتر ته واستاوه.

ضرب الاجل

د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسني مشر او کمیشنرانو د غوراوي دغه کمېټه ناقانونه بللې، ښاغلي مسلمیار وویل همدغه کمېسیون و، چې ګډې کمېټې ته د قانون له تګه مخکې یې د لسو ورځو ضرب الاجل ټاکلی و او ویلي یې و، چې که قانون تصویب نه شي، نو د تقنیني فرمان له مخې به ټاکنې ترسره کړي.

هغه وویل دغه بهیر د اوسنیو کمشنرانو پر مخ هم برانیستی و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روانې جولای په لومړیو کې ویلي و، چې د دغه کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو قانون ځینې برخې د اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

دوی هغه مهال وویل د کمېسیون د نهو غړو له ډلې د شپږو د دندو وخت لا نه دی بشپړ شوی او ولسمشر باید هغه مهال نوي غړي کمېسیون ته ور وپېژني چې د دغو غړو وخت پوره شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مرستیال عبدالخالق حسیني ویلي و چې د ملي شورا ګڼو غړو د ټاکنو کمېسیون د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره خپل نومونه لیکلي او غواړي د دغه کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړي.

خو د افغانستان د ټاکنو د قانون مسوده د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا په داسې حال کې تصویب شوه چې ټاکنو ته شاوخوا اته میاشتې پاتې وې.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې اته میاشتې وروسته د وري په میاشت کې تر سره شي.

ورته مطالب