له افغانستان سره پر ناټو سربېره د ۱۰ هېوادونو مرستې

فیلډمن
Image caption فیلډمن: ''موږ دلته د یوه روښانه ماموریت لپاره پراته یو. زموږ په ماموریت کې یوازې د افغانستان قلمرو شامل دی''.

په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د ناټو د غړیو هېوادونو ترڅنګ لس نور هېوادونه هم حاضر تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان ځواکونو سره د خپلې مرستو روانو ساتلو لپاره ژمن شوي دي.

که څه هم ایساف د دغو لسو هیوادونه نومونه په ډاګه نه کړل، خو وايي د مرستو ترڅنګ به افغان ځواکونو ته سلا مشورې او روزنه هم ورکوي.

د ایساف ویاند جرمني جنرال هینز جوزف فیلډمن بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په امنیت کې به له افغان ځواکونو سره مرستې تیار دي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره مرکه کړې، او په سر دا ترې پوښتلې، چې ولې په ځینو سیمو کې ورځ تر بلې امنیت خرابيږي.

پوښتنه: د افغانستان په ځینو و لایتونو کې دخلکو په خبره امنیت ورځ تر بلې خرابیږي. ستاسې له نظره ولې په هممهالي ډول دغسې حالت رامنځ ته شوی، ستاسې ارزونې څه دي؟

ځواب: موږ په افغانستان کې اوسمهال د امنیت په اړه بل ډول تصویر لرو. موږ ولیدل، چې د افغانستان دښمنانو په تیرو څو اونیو کې د افغان ځواکونو د ننګولو هڅه وکړه. خو موږ ولیدل، چې افغان ملي ځواکونو تل د دغو ننګونو دمهارکولو لپاره مسلکي، قاطع او پر وخت اقدام کړی. نو دا په افغانستان د امنیت په اړه زموږ اوسنۍ ارزونه ده. او د هغه څه دي، چې په تیر یو کال کې موږ لیدلې دي.

پوښتنه: فکر نه کوﺉ، چې د ۲۰۱۴ کال په رانږدې کیدو سره، چې نړیوال ځواکونه له افغانستان په وتو دي، په افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې په ځینو سیمو کې کړکیچن کیږي ؟

ځواب: لومړی اجازه راکړﺉ‎، دا ووایم چې اوسمهال موږ په افغانستان د افغان ملي ځواکونو ملاتړی رول لرو. افغان ځواکونه اوس د ټول هېواد د امنیت ساتلو مشري پر غاړه لري او په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به موږ خپلو افغان ملګرو سره د ملاتړ مرستې روانې وساتو. موږ به داسې د افغان ځواکونو داسې ملاتړ ته دوام ورکړو، چې په مرسته به یې افغان ملي ځواکونه لا مسلکي کړي او وبه کولای وشي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د ټول افغانستان امنیتي چارو ته اوږه ورکړي.

پوښتنه: هغه څه، چې موږ ته خلکو ویلي، هغه دا دي، چې ډیری وسله وال د پاکستان له پولې افغانستان ته راځي، د دوی غوښتنه له ایسافه دا ده، چې هغه ځایونه په نښه کړي، چېرته چې و سله وال خوندي ځالې لري، فکر نه کوﺉ وړاندیز یې سم دی؟

ځواب: اجازه راکړﺉ، چې دغې پوښتنې یو څه پر جزیاتو ځواب ورکړم. موږ ترهګري د پولې دواړو غاړو پرتو هېوادونو ته لویه ستونزه ګڼو. موږ فکر کوو، چې دا د دغو دواړو ښکیلو هېوادونو- افغانستان او پاکستان مسوولیت دی، چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي او دا دواړو هېوادونو همکاري به په سیمه کې د امنیت او ثبات رامنځ ته کول سبب شي. او درانګه به په افغانستان او پاکستان کې ثبات ته هم زمینه برابره کړي. نو موږ د د هرهغې هڅې هر کلی کوو، چې په سیمه کې ثبات او سوله رامنځ ته کوي.

پوښتنه: نو په دغه ډول حالتو کې بیا ستاسې مسوولیت څه دی، ایا فکر نه کوﺉ، چې تاسې افغانستان ته د دې لپاره راغلی یاست، چې په دغه هېواد کې امنیت او ثبات ټینګ کړﺉ ؟

ځواب: موږ دلته د یوه روښانه ماموریت لپاره پراته یو. زموږ په ماموریت کې یوازې د افغانستان قلمرو شامل دی. دغه زموږ ماموریت دی، دغه زموږ دنده ده او دا هغه څه دي، چې موږ یې ترسره کوو. موږ افغانستان ته د دې لپاره راغلي یوو، چې ډاډ ترلاسه کړو، چې دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي. نو همدغه زموږ موخه وه او اوس هم ده. موږ د افغان ځواکونو روزونه د همدې لپاره پیل کړې او افغان حکومت ته د دې لپاره وسلې ورکوو، چې موږ خپلو موخو ته ورسیږو.

پوښتنه: جنرال صیب، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې راتلونکی کال ترسره کیدونکې دي، خو لا هم ناامني د دغه ټاکنو لپاره لویه ننګونه ده. که راته وایئ، چې د ټاکنو په امنیت کې به ستاسې رول څه وي؟

ځواب: موږ په بشپړ ډول باور لرو، چې افغان ملي ځواکونه د دې وړتیا لري، چې د ټاکنو لپاره په ګرد افغانستان کې امنیت ټینګ کړي. موږ ځکه ډاډه یوو، چې موږ هغوی ته روزنه ورکړې ده.

د ټاکنو پرمهال به نړیوال سوله ساتي ځواکونه- ایساف له افغان ملي سرتیرو سره هر ډول مرستې ته چمتو وي، خو په دې شرط، چې دوی یې وغواړي او دا رموږ رول دی. اجازه راکړﺉ، چې یو څه روښانه کړم، هغه دا چې، اوسمهال د امنیت د ټینګښت مسوولیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی.

پوښتنه: نو کوم ډول مرسته به تاسې له افغان ځواکونه سره وکړﺉ؟

ځواب: زموږ مرسته د افغان ځواکونو له غوښتنې پورې تړلې ده. لکه همغسې چې مخکې مې وویل، هر وخت چې دوی د مرستې غوښتنه وکړي، موږ یې لاسنیوي ته چمتو یو.

پوښتنته: نو تاسې باور لرﺉ، چې افغان ځواکونه د ټاکنو لپاره امنیت برابرولی شي؟

ځواب: زه بشپړ باور لرم. ځکه همدا اوس د افغانستان ملي ځواکونه ټول حالت له نژدې څاري او دوی په ټول هېواد امنیت تامین کړی دی. دوی د امنیت په ټنګښت کې ډېر بریالي دي.

پوښتنه: تاسې پوهیږﺉ، چې له یو کال وروسته په افغانستان کې د ایساف جنګي ماموریت پای ته رسیږي. خو ځینې هیوادونه په افغانستان کې پاتې کېدل غواړي، ستاسې مالومات څه دي، څومره هېوادونه غواړي په افغانستان کې پاتې شي؟

ځواب: ستاسې خبره سمه ده، چې ایساف به خپل جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې پای ته ورسوي. خو ناټو او لسو نورو هیوادونه له وړاندې ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به زموږ افغان ملګرو ته روزنه، مشورې او مرستې کوي. خو تر اوسه د پاتې کیدونکو ځواکونو دشمیر او عملیاتو څرنګوالی لا نه دی مالوم شوی.

یو څه چې روښانه دي دا دي، د پاتې کیدونکو ځواکونو شمیر به ډیر کم وي او ماموریت به یې جګړه ییز نه وي. موږ به د بنسټونو پرجوړولو بوخت واوسو. موږ به له امنیتي وزارتونو سره مرستې کوو. او دارنګه به هم ملي پولیسو او هم ملي پوځ ته سلا- مشورې او روزنه ورکوو.

پوښتنه: چې تاسې وايئ افغان ځواکونو ته روزنه ورکوﺉ، سلا مشورې او مرسته یې کوﺉ، که لږ یې زموږ اوریدونکو ته روښانه کړﺉ، چې سلا مشورې، روزنه او مرستې په څه مانا او څه ډول؟

ځواب: موږ د افغان ځواک د جوړونې او روزنې لپاره په تیرو څو کلونو کې اوږده لاره طی کړې ده او هغوی اوس دې ته جوړ شوي، چې له امنیتي ننګونو سره مقابله وکړي. موږ به د افغان ځواکونو په مسلکیتوب او د اړیکو په جوړولو کې له هغوی سره مرسته کوو. موږ به دوی ته دا روزنه او مرسته هم ورکوو، چې څنګه د ننګونو مخه ونیسي. دا هغه څه دي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یې موږ په پام کې لرو.

پوښتنه: ایا دا پلان هم لرﺉ، چې افغان ځواکونو ته نورې وسلې ورکړﺉ؟

ځواب: له موږ نه دغه پوښتنه ډیره کیږي. موږ د وسلو په اړه له افغان حکومت سره یوه هوکړه لرو او هغې ته تشکیل وايي. دغه تشکیل یو داسې سند دی، چې په هغه کې د ټولو وسلو او ځواکونو په اړه مالومات شته او موږ اوس د همدغه تشکیل له مخې افغان ځواکونو ته وسلې ورکوو. موږ تمه لرو،هغه وسلې چې د تشکیل له مخې یې افغان ځواکونو ته ورکوو، له ننګونو سره مقابله وکړي. موږ دغه بهیر ته له خپلو ملګرو سره دوام و رکوو.

پوښتنه: خو کومې وسلې، چې تاسې افغان پوځ ته ورکړي، د ننګونو مخه نه شي نیولای. ځکه د دوی هوايي ځواک کمزوری دی او کافي چورلکې او پرمختللې دفاعې وسلې نه لري؟

ځواب: موږ تر اوسه افغان پوځ ته سل فیصده سپکې وسلې ورکړې دي. دارنګه مو سل فیصده ټرانسپورټ هم ورکړی دی. افغان ځواکونو ته مو ۱۵۰۰۰ ټرک موټر سپارلې دي او دارنګه مو چورلکې هم ورکړې دي. همغسې چې په رسنیو کې راځي او تاسې هم خبریاست، افغان ځواکونو ته د نورو چورلکو پر ورکولو هم کار روان دی.

خو دا یوه بهیر دی او داسې بهیر دی چې وخت غواړي. همغسې چې مخکې مې وویل، موږ دغه وسلې د سندونو له مخې او د ننګونو مطابق افغان ملي ځواکونو ته ورکوو.

پوښتنه: اجازه راکړﺉ، د خلکو ځینې اندیښنې چې موږ ته یې ویلي، تاسې سره شریکې کړم. خلک داسې ګمان کوي، چې ګنې ناټو پر افغان ځواکو باور نه لري نو ځکه وسلې نه ورکوي؟ تاسې دې ډول اندیښنوته څه وایاست؟

ځواب: موږ له افغان ملګرو سره ډیرې ښيې اړیکو لرو. زه د یوه کنډک د قومندان په ډول درته ویلای شم، چې د افغان ځواکونو یوه کنډک ته مو لومړني تمرینات پیل کړي، وروسته مو همدغه کنډک ته پرمختللي تمرینات ورکړې دي.

بیا همدغه کنډک زموږ په مشرۍ په پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې او بلاخره همغه کنډک د پوځي عملیاتو مشري هم کړې. نو ما دغه ټول بهیر له اوله تر اخره خپله لیدلی دی. نو زه بشپر باور لرم، چې افغان ځواکونه د دې پوره وړتیا لري، چې که ممکنه ننګونې رامنځته کیږي، مخه یې ونیسي.

پوښتنه: او یوه بله انديښنه هم خلک لري، دوی وايي چې ګنې پاکستان په افغانستان دوه ګونې لوبه کوي، تاسې د دغې انديښنې په اړه څه وایي؟

ځواب: زه په داسې یو موقف کې نه یم، چې د دغه تورنو په اړه څه ووایم. زه غواړم، چې یوه حقیقت ته اشاره وکړم او هغه دا، چې په سیاسي ډګر کې په دې اړه خبرې روانې دي او موږ دغه خبرې تشویقوو. نو فکر کوم، چې په دې اړه به ایساف لپاره خبرې کول مناسب نه وي.