کوټه کې د افغان کونسلګرۍ مامور ورک شوی

Image caption تر اوسه پولیسو په رسمي توګه د ښاغلي عبرت په اړه هېڅ نه دي ویلي او نه یې هم کومې ډلې د تښتولو پړه منلې ده.

پاکستان کې افغان سفارت منلې چې د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې یې د کونسلګرۍ یو کارکوونکی بې درکه شوی دی او له پاکستاني چارواکو یې د هغه د موندلو غوښتنه کړې ده.

د افغان سفارت ویاند شمس زردشت بي بي سي ته وویل چې د کوټې د کونسلګرۍ کارکوونکی محمد هاشم عبرت له تېرې یوې اونۍ راهیسې ورک دی.

هغه وویل چې اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان مرکزي حکومت او کوټه کې د کونسلګرۍ د بلوچستان له حکومت سره تماس نیولی اوله هغوی یې د بې درکه شوي چارواکي په پیدا کولو کې د هڅو غوښتنه کړې ده.

اسلام اباد کې طاهر خان وايي، زردشت وویل: "تراوسه د هغه په اړه هېڅ معلومات نه شته، خو موږ هیله من یو چې د پاکستان امنیتي مسولین په دې اړه جدي اقدامات وکړي".

افغان ویاند دا هم وویل چې پاکستان ډاد ورکړی چې د دغه افغان دیپلومات موندلو کې یې خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.

داسې هیله هم شته، چې پاکستان د دغه دیپلومات په څرک لګولو کې پرمختګ وکړي.

دی وايي "دا به تر وخت مخکې خبره وي چې ووایو عبرت به چا تښتولی وي".

زردشت وایي، عبرت له کوره د کونسلګرۍ پر لور روان و، چې تري تم شو.

کوټه کې د بې درکه افغان کارکوونکي زوی صدیق الله پولیسو ته ویلي، چې پلار یې د روان جولای له ۲۵ راهیسې تري تم شوی دی.

تر اوسه پولیسو په رسمي توګه د ښاغلي عبرت په اړه هېڅ نه دي ویلي او نه یې هم کومې ډلې د تښتولو پړه منلې ده.

بلوچستان کې د پیسو لپاره د خلکو د تښتولو پېښې وروستیو کې ډېرې شوې، چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

Image caption د ښاغلي فراهي وروستۍ ويډيو د ۲۰۱۰ کال د مې پر دويمه خپره شوه.

تر دې وړاندې، پاکستان ته نومول شوی افغان سفیر عبدالخالق فراهي د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کې ناڅرګندو وسله والو خیبر پښتونخوا کې وتښتاوه.

افغان ديپلومات عبدالخالق فراهي له شاوخوا دوه کلن يرغمل وروسته خوشی شوی و.

وروستۍ خبرې

د ښاغلي فراهي وروستۍ ويډيو د ۲۰۱۰ کال د مې پر دويمه خپره شوه.

په ويډيو کې ښاغلي فراهي له نړيوالې ټولنې، افغان ولس او افغان دولته غوښتي ول چې د تښتوونکو له منګلو يې وژغوري.

ورته مطالب