زابل کې چاودنې ۹ کسه وژلي او ۱۰ يې ټپيان کړي

Image caption رسوليار وايي چاودنه د زابل پر سيمه ييزو پوليسو شوې ده

د افغانستان په سويل کې چارواکي وايي، د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې پرون ناوخته یوې چاودنې ۹ کسه وژلي او له ۱۰ ډېر نور يې ټپيان کړي دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار بي بي سي ته وويل دغه چاودنه تېر ماښام د سيمه ييزو پوليسو د مرستيال قومندان مجاهد په موټر هغه مهال شوې چې د چينو له سيمې شاه جوی ولسوالۍ ته پر لار و.

ښاغلي رسوليار ويلي په دغه چاودنه کې څلور سيمه ييز پوليس او پنځه ملکيان وژل شوي او لس کسه نور چې د ده په خبره ټول ملکيان دي، ټپيان شوي دي.

ده بي بي سي ته ويلي چې په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي، خو په دې اړه يې څه ونه ويل چې ماشومانو د چاودنې په ځای کې څه کول.

ښاغلی رسوليار وايي ټپيان د زابل د کلات او کندهار روغتونونو ته لېږدول شوي او امنيتي ځواکونو د پېښې په تړاو پلټنې پيل کړي دي.

طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او ادعا يې کړې چې ملکي کسان د امنيتي ځواکونو په ډزو لګېدلي دي.

خو د زابل مرستيال والي د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي.

زابل د افغانستان په سویل کې د هغو ولايتونو يو دی چې ډېر کله په کې د حکومت د مخالفينو او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

ورته مطالب