سيګار: عامه محافظت امنيتي خدمات انحصار کړي

Image caption د کورنيو چارو وزارت به د امنیتي خدماتو په بدل کې د خپلې خوښې سره سمې بیې ټاکي

د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د امریکا د تفتیش ځانګړې اداره سیګار وايي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت د امنیتي خدماتو د راتلونکې په اړه ژورې اندېښنې لري.

سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي دا چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي خدمات انحصار کړي او په دې برخه کې سیال نه لري، نو دا وېره شته چې دغه وزارت به په راتلونکې کې د امنیتي خدماتو په بدل کې د خپلې خوښې سره سم بیه وټاکي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي د خپلو خدماتو بیه یې د افغانستان شرایطو په پام کې نیولو سره ټاکلې او په راتلونکې کې به کورني شرایط په پام کې نیسي خو هیڅکله به د بازار له نرخه ونه وځي.

هغسې چې سميع الله موسی زی په خپل راپور کې کاږي، سيګار وايي که څه هم د خصوصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سرویس په پيل کې د امنیتي خدماتو بیې ټیټې وې خو وروسته دغه بیه په ځینو حالاتو کې آن تر ۴۷ سلنې لوړه شوې ده.

د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د امریکا د پلټنې ځانګړې اداره د کورنیو چارو وزارت له خوا د امنیتي خدماتو د راتلونکې په اړه ځکه اندېښمنه ده چې په ټول افغانستان کې امنیتي خدمات افغان حکومت احتکار کړي.

د راپور په وینا دا چې په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت په وړاندې کوم سیال نشته نو د دې ویره شته چې د امریکا د متحده ایالتونو په مالي ملاتړ د پلې کیدونکو پروژو مسؤولین به اړ شي چې د امنیتي خدماتو په بدل کې د کورنیو چارو وزارت په خوښه پیسې ورکړي.

دغه وزارت به په راتلونکې کې د خپلو خدماتو بیه لوړه کړي، ځکه په دې برخه کې سیال نه لري او بیې به له خپلې خوښې سره سم ټاکي.

Image caption د کورنيو چارو وزارت اوس هغه کاروانونه بدرګه کوي چې له کابله نورو ولايتونو ته ځي

د سیګار په راپور کې راغلي چې د دوی موندنې ښيی چې د کورنیو چارو وزارت له خوا یو لړ ناقانونه مالیه، جریمې او فیسونه وضع کړای شوي دي.

راپور زیاتوي که په دې برخه کې سمه څارنه ونه شي نو دا به د امریکايي مالیه ورکوونکي له خوا یو بل سپین چک وي چې افغان لوري ته ورکول کیږي.

مناسبه بيه ټاکي

خو د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت معین جمیل جنبش بي بي سي راډیو ته وویل چې د خپلو امنیتي خدماتو لپاره یې مناسبه بیه ټاکلې او نرخونه د امنیتي خدمت په څرنګوالي پورې تړاو لري.

درې کاله وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه ځانګړي فرمان له مخې د ټولو امنیتي خصوصي کمپنیو د لغوه کولو امر وکړ.

په یوه وینا کې ښاغلي کرزي ویلي و د خصوصي امنیتي کمپنیو فعالیت د ملي ګټو خلاف دی او د دې کمپنیو په فعالیت سره امنیت خرابیږي او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کیږي.

د امنیتي کمپنیو د لغوه کولو د پيل پر مهال د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۵۲ خصوصي امنیتي کمپنیو فعالیت درلود چې ۲۷ يې بهرنۍ او ۲۵ يې کورنۍ وې.

د کورنیو چارو وزارت وايي د کاروانونو د بدرګې په برخه کې د امنیتي کمپینو فعالیت پای ته رسول شوی او په دې برخه کې فعالې کمپنۍ تړل شوي دي.

خو لاهم ۳۴ کمپنۍ د ویانا د ۱۹۶۱ کال د کنوانسیون له مخې د دپلوماتیکو ساحو او د یو شمیر بهرنیو پوځي اډو ساتنه کوي.