م. م: د افغان مېرمنو برخليک ناڅرګند دی

Image caption ځينې افغان ښځې په زور ودونو څخه د خلاصون په موخه اړ وځې چې ځانونو ته اور واچوي

په ملگرو ملتونو کې د ميرمنو پر وړاندې د تبعيض د له منځه وړلو د کمېټې رپوټ وايي ډېرى افغان ميرمنې له جدي زورزياتي سره مخامخې دي.

څنگه چې جان برين په دې اړه په خپل دې رپوټ کې کاږى، د ملگرو ملتونو د دغې کمېټې رپوټ د افغان ميرمنو د ژوند تت انځور ورکړى دى.

رپوټ ادعا کوي چې ډېرى افغان ميرمنې د لوړې کچې له تاوتريخوالي سره مخامخې دي.

کورنی زورزياتی، جنسي تيرى او آن سنگسار يو لړ هغه جدي تاوتريخوالي دي چې د رپوټ په وينا افغان ميرمنې ترې کړېږي.

ځينې افغان ښځې په زور ودونو څخه د خلاصون په موخه اړ وځې چې ځانونو ته اور واچوي.

راپور د ميرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي يوه برخه له هغو دودونو سره تړي چې د دې هيواد په کليوالو سيمو او د حکومت له کنټرول څخه بهر سيمو کې واکمن دي.

ملگري ملتونه په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د دوام پړه پر دې هم اچوي، هغو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي چې د ميرمنو پر وړاندې له زورزياتي کار اخلي.

د دغه رپوټ د وړاندې کولو پر مهال د دغې کمېټې مشرې نيکول اميلاين خبردارى ورکړ چې افغانستان ته د سترو نړيوالو مالي مرستو په ورتگ سره د ميرمنو د حقونو خوندې کولو پاتې راتله به د نړيوالې ټولنې د ماتې مانا ولري.

دې د ميرمنو پر حالت د دوامدار څار غوښتنه وکړه.

ورته مطالب