غزني کې هوايي ډګر جوړېږي

Image caption د غزني والي موسی خان اکبر زاده وايي، د هوايي ډګر احاطوي دېوال نژدې بشپړ شوی او اوس د اتیا سانتي مترو ځغاست لیکې کیندنه روانه ده.

که څه هم له ډېرې مودې راهیسې د غزني اوسېدونکو پخپل ولایت کې د هوايي ډګر د جوړېدو تمه لرله، خو ښکاري چې دغه تمه یې په حقیقت بدلېدونکې ده.

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د فواید عامې وزارت له لوري د اسلامي نړۍ د ثقافت د پلازمېنې په ویاړ دغه ښار ته د ورکړل شویو پروژو یوه برخه غزني کې د یوه هوايي ډګر جوړېدل دي.

له تېرې څه مودې راهیسې د نورو سیمو په شان د هوايي ډګر د جوړېدو لپاره د ځمکې پر سر لانجه وه چې سیمه ییز چارواکي وايي، اوس دا ستونزه هواره شوې ده.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده وايي، د هوايي ډګر احاطوي دېوال نژدې بشپړ شوی او اوس د اتیا سانتي مترو ځغاست لیکې کیندنه روانه ده.

نوموړی وايي، ترانسپورت وزارت د جوړېدونکي هوايي ډګر د کریړولو او اساسي ترمینل جوړولو ژمنه ورسره کړې ده.

د غزني والي وايي، د دغه هوايي ډګر اوږدوالی به ۲۵۰۰ وي، چې د کابل له نړیوال هوايي ډګر سره به یې اندازه یو شان وي.

نوموړی وايي، چې د راتلونکي عقرب/لړم تر میاشتې به دغه هوايي ډګر د قلندري شرکت له لوري ورغول شي.

د هوايي ډګر لپاره ځمکه د غزني ښار سوېل ته په اته کیلومترۍ کې د یونټ سیمه ټاکل شوې، چې د ده یک ولسوالۍ یوه برخه هم په کې راځي.

غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي پښتو وېبپاڼې ته وویل، چې د هوايي ډګر جوړېدو چارې عملاً پیل شوې دي.

د غزني چارواکي وايي، د دغه هوايي ډګر لګست د فواید عامې وزارت له لوري ورکړل شوی، چې په جوړېدو به یې دوه میلیونه اته سوه زره ډالر ولګېږي.

د غزني سوداګر د دغه هوايي ډګر جوړېدو ته ډېر خوشبین دي، او وايي چې د دوی ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.

سوداګر وايي، د غزني- کابل لاره ناامنه ده او دوی نه شي کولای چې په ډاډه زړه پلازمېن ته سفر وکړي او یا غزني ته ولاړ شي.

دا چې اوس د غزني د ځينو تاریخي ځایونو بیارغونه پیل شوې ده، شاید د هوايي ډګر جوړېدل دغه لرغوني ښار ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتلو لپاره ډاډ پیدا کړي.

ورته مطالب