هندوانو او سکانو ولسي جرګه کې څوکۍ غوښتې

Image caption افغان هندوان او سکان وايي د مجاهدینو حکومت تر راتلو مخکې دوی د نورو افغانانو سره یو شان حقونه درلودل

یو شمېر افغان هندوانو او سکهانو له ولسمشر حامد کرزي غوښتي چې د یوه تقنیني فرمان له لارې د افغانستان په ولسي جرګې کې دوی ته یوه څوکۍ ورکړي.

دوی ګواښنه کړې که دوی ته څوکۍ ځانګړې نه شي نو په ټولیزه توګه به په کوم بل هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

د مدني ټولنو یو شمېر استازو چې د دوی ملتیا یې کوله، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې هندوانو او سکانو ته په ولسي جرګې کې د یوې څوکۍ نه ورکول د دیموکراتیک نظام شتون له پوښتنو سره مامخ کوي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې کاږي، د کابل په کارته پروان کې له هندوانو او سکانو د ملاتړ په موخه د دوی او مسلمانانو ګډه غونډه د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۳۱مه جوړه شوې وه.

د افغانستان د مدني ټولنو استازي وايي سکان او هندوان د افغانستان اصلي اوسیدونکي دي او حقونه یې باید تر پښو لاندې نه شي.

دوی د ملي شورا د دواړو خونو له خوا د ټاکنو په قانون کې د یوې مادې لېرې کول د اساسي قانون او بشري حقونو پر ضد وباله.

افغان هندوان او سکان وايي د مجاهدینو حکومت تر راتلو مخکې دوی د نورو افغانانو سره یو شان امتیازونه او حقونه درولودل.

خو په تېرو ۲۰ کلونو کې رنګارنګ ظلمونه پرې شوي او حق یې د زور واکانو، حکومت او خلکو له خوا اخیستل شوی دی.

د افغانستان مدني ټولنو هم له ولسمشر کرزي غوښتنه وکړه چې د هندوانو له استازو سره وګوري او له قانون سره سم د هندوانو غوښتنې ومني.

افغان هندوان او سکان د افغانستان اصلي وګړي بلل کیږي او په تېرو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰زرو هندوان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اوسېدل، چې د اقتصاد او سوداګرۍ په ودې کې ستر رول درلود.

خو د ځینو شمېرو له مخې اوس یواځې څلور زره هندوان او سکهان په افغانستان کې پاتې دي چې اقتصادي حالت یې ډېر خراب دی.

ورته مطالب