م. م: د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ٪۲۳ زياته شوې

Image caption راپور کاږي د ۷۲ سلنې ملکي مرګ ژوبلې لامل وسله وال اورپکي دي

ملګري ملتونه وايي په افغان جګړه کې د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سياسي دفتر يوناما له لوري په يوه نوي خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۱۹ ملکيان وژل شوي او ۲۵۳۳ نور ټپیان دي.

راپور کاږي ملکي مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې ويل شوي چې د ۷۲ سلنې ملکي مرګ ژوبلې لامل وسله وال اورپکي دي او دغه کچه د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۶ سلنه زياتوالی ښيي.

د ملګرو ملتو راپور وايي نهه سلنه ملکي مرګ ژوبله د حکومت پلوو ځواکونو په بريدونو کې رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سياسي دفتر يوناما مشر يان کوبېش وايي ملکي مرګ ژوبله بايد سملاسي ودرول شي.

راپور کاږي چې د ۳۵ سلنې ملکي مرګ ژوبلې لامل د سړک د غاړې بمونه دي چې د راپور په وينا د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري ايښودل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې پر ماينونو د ملکي مرګ ژوبلې کچه ۳۴ سلنه زياته شوې ده.

د ملکي مرګ ژوبلې دویم لوی لامل د افغان ځواکونو او وسله والو اورپکو ترمنځ نښتو کې د عامو خلکو وژل کېدل دي، چې د راپور پر بنسټ ۲۴ سلنه زياتوالی په کې راغلی دی.

ملګري ملتونه وايي د حکومت د ملکي کارکوونکو هدفي وژنې هم زياتې شوي، چې په خبره يې د وسله والو مخالفينو له لوري وژل کېږي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجيت ګنيان په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې زياتېدل ښيي چې په افغانستان کې جګړه څومره سخته ده:

((د ۲۰۱۳ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښځو او ماشومانو مرګ ژوبله ۳۸ سلنه زياته شوې او دا په افغانستان د نننۍ جګړه شدت منعکسوي.))

په راپور کې راغلي چې په تېرو شپږ مياشتو کې ۱۶۰ ښځې د نښتو، ماينونو او جګړو پر مهال وژل شوي او ۲۴۱ نورې ټپيانې شوي چې د تېر کال پرتله ۶۱ سلنه زياتوالی ښيي.

دوی وايي دغه راز د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۷۶۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې، چې ۲۳۱ يې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو چې دغه راپور ملګرو ملتو له خپرېدو وړاندې ورسره شريک کړی رد کړی او يو اړخيز يې بللی دی.

د امنیت مسوولیت په داسې حال کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان هغو ته لېږدول کېږي، چې ناټو محاربوي ځواکونه له دغه هېواده وتلو ته چمتو والی نیسي.

ورته مطالب