افغانستان د ايساف کانټينرونو ته اجازه ورکړه

Image caption پوځي قرارداد نژدې لس کاله مخکې د افغانستان او ناټو ترمنځ لاسلیک شوی

په افغانستان کې ميشتو نړیوالو ځواکونو ایساف ویلي، له افغان حکومت سره په پوځي تخنیکي قرارداد کې یې رامنځته شوې ستونزه هواره کړې ده.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، دغه قرارداد نژدې لس کاله مخکې لاسلیک شوی، چې له مخې یې په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته مالونه له مالیې ورکولو پرته لیږدول کیدل.

خو افغان حکومت وايي ځینې قراردادیانو له دغې هوکړې ناوړه ګټه اخیسته او له تصفیې پرته یې د ناټو د مالونو په نوم افغانستان ته توکي لیږدول او مالیه يې نه ورکوله.

ایساف په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د وزیرانو شورا د مالیې د وزارت هغه وړاندیز منلی، چې له مخې به يې ناټوځواکونه د قراردادیانو د تصفیې د ځنډیدو له امله له جریمې معاف کړي.

د مالیې وزارت هم وايي، چې ناټو ځواکونو ته یې د تصفیې د ځنډیدو له امله مالیه معاف کړې، خو وايي هغه موټر چې لا یې تصفیه نه ده شوې باید ثابته کړي، چې مالونه یې ناټو ځواکونو ته تللي او که د هغوی په نوم شخصي مالونه له مالیې پرته افغانستان ته وړل شوې دي.

عمر زاخیلوال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د ۷۰۰۰۰ موټرو له جملې ۲۰زرو يې خپله تصفیه ورکړې، چې مالونه یې د ایساف سرتیرو ته لیږدیدلې دلي.

خو وايي پاتې ۵۰۰۰۰ هم باید خپله تصفیه افغان حکومت ته ورکړي.

Image caption زاخیلوال وايي هغه قراردادیان چې مالونه یې ایساف ته نه وي تللې، باید مالیه ورکړي

افغان حکومت د اعتراض په ډول ځینې هغه موټر په بندرونو کې درولي، چې په افغانستان کې یې میشتو نړیوالو ځواکونو ته مالونه وړل.

اوس دغه موټر بیرته خوشې شوې دي.

ښاغلی زاخیلوال وايي، ایساف ورسره ژمنه کړې هغه ستونزې به هواروي، چې قراردادیانو درلودې او نا تصفیه شوي مالونه به تصفیه کوي.

د زاخیلوال په وینا هغه قراردادیان چې تصفیه یې سمه نه وي او مالونه یې ایساف ته نه وي تللې، باید مالیه ورکړي.

د مالیې وزارت په وینا، د دوی د فشارونو په پایله کې هغه ناوړه ګټې له منځه تللي او یا لږ تر لږه راکمې شوي، چې د ایساف قراردایانو د حکومت له معافیت نه ترلاسه کولې.

دغه وزارت دارنګه وايي، چې دې کار سره افغان دولت ته ډیر مالیه لاس ته ورځي او د ناقانونو کارونو مخه هم نیول کیږي.

ورته مطالب