"تګاب کې مخالفو وسله والو اندیښمن کړي یو"

Image caption د بدخشان والي شاه ولي والله عدیل هم په تګاب ولسوالۍ کې د یو شمېر مخالفینو شتون مني خو وايي چې دوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ګامونه اوچت کړي دي.

د بدخشان د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي که د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو مخه ونه نیول شي نو ښايي د وردوچ ولسوالۍ له برخلیک سره مخامخه شي.

خو د دغه ولایت چارواکي وايي دوی په سیمه کې د یو شمېر مخالفینو له فعالیتونو خبر دي او ډېر یې د اندېښنې وړ نه بولي.

په وروستیو څو میاشتو کې د نسبتأ آرام بدخشان ولایت په وردوچ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ سختې نښتې هم شوي دي.

زموږ همکار خوشحال تایب ته چې په دې وروستیو کې یې دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي د مخالفو وسله والو ځینې خوځښتونه او فعالیتونه لیدل کېږي چې له امله یې د سیمې خلک اندیښمن دي.

د تګاب ولسوالۍ ولسوال اسدالله نایل هم مني چې له شاوخوا درې میاشتو راهیسې دغلته د مخالفینو فعالیتونه ډېر شوي دي.

ښاغلي نایل د بدخشان له والي او امنیې قومندان نه غوښتنه وکړه چې په تګاب کې د وسله والو مخالفینو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

هغه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل که له دې وروسته هم والي او د امنیې قومندان پټه خوله پاتي شي نو رسماً به شکایت وکړي.

د ښاغلي نایل په وینا که په تګاب کې حالات همداسې پاتي شي د وردوچ په شان به په دې ولسوالۍ کې هم ناورین رامینځ ته شي.

د بدخشان والي شاه ولي والله عدیل هم په تګاب ولسوالۍ کې د یو شمېر مخالفینو شتون مني خو وايي چې دوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ګامونه اوچت کړي دي.

ښاغلي عدیل وویل اوس په تګاب کې شاوخوا ۸۰ تنه طالبان شته چې له بېلابېلو ولایتونو او پاکستانه راغلي او په غرنیو سیمو کې مېشت دي.

هغه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې دوی او امنیتي ځواکونه هغو سیمو ته چې د ده په وینا طالبان په کې میشت دي خپل پام اړولی دی.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې نسبتأ آرام و خو په دې وروستیو کې هلته د مخالفو وسله والو فعالیتونه څرګند دي، په تېره بیا په وردوچ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو تر څو ځله پراخو عملیاتو وروسته بیا هم د مخالف وسله والو خوځښتونه لیدل کېږي.

ورته مطالب