غزني کې امریکايي عسکر 'ښوونکی' وژلی

غزنی
Image caption که څه هم د غزني له اندړو ولسوالۍ بهرني ځواکونه په رسمي توګه وتلي، خو ویل کېږي لاهم دغه ولسوالۍ کې ځینې ځانګړي امریکايي پوځيان مېشت دي.

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، ‎په اندړو ولسوالۍ کې یو ښوونکی د بهرنیو ځواکونو په ډزو وژل شوی او څلور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي وايي، د محمدزي په نامه ښوونکی د بهرنیو ځواکونو د ناسم پوهاوي او ډزو په پایله کې وژل شوی.

احمدي زیاتوي، دا لا روښانه نه ده، چې ولې بهرنیو سرتېرو پر دغه ښوونکي او پولیسو ډزې وکړې.

خو وايي پلټنه یې پیل کړې ده.

غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی وايي، د وژل شوي ښوونکي محمدزي یوه خپلوان ویلي، چې محمدزی په لومړي سر کې ټپي شوی و، او هغه مهال سهار مهال ډزې پرې وشوې، چې پخپل بار کې پر کار بوخت و.

د نوموړي باغ د اندړو ولسوالۍ ودانۍ سره جوخت دی.

سرچینه وايي، لومړی محمدزي ته تیلېفون راغی، خو کله یې چې خبرې ورسره پیل کړې، د ولسوالۍ له ودانۍ یوه امریکايي عسکر ډزې پرې وکړې.

د ښوونکي خپلوان وايي، که څه هم دغه ښوونکی په لاس ټپي شوی و، خو د امریکايي نورو ډزو وواژه.

دی وايي، کله چې سیمه ییزو پولیسو روغتون ته د ښوونکي د رسولو هڅه وکړه، بهرنیو ځواکونو پر هغوی هم ډزې وکړې او څلور کسان یې ټپیان کړل.

که څه هم د غزني له اندړو ولسوالۍ بهرني ځواکونه په رسمي توګه وتلي، خو ویل کېږي لاهم دغه ولسوالۍ کې ځینې ځانګړي امریکايي پوځيان مېشت دي.

اندړ د غزني یوه له هغو ولسوالیو ده، چې ډېری وخت ترې د وسله والو نښتو، سړک غاړې ماین چاودنو او ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.

ورته مطالب