کرزی د روحاني لوړې لپاره تهران ته ولاړ

Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان حکومت هڅه کوي چې د ایران له نوي حکومت سره هم خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د نوي ایراني ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ.

په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او یو شمېر نور لوړي پوړي افغان چارواکي د هغه ملګري دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني به نن (یکشنبه/ زمری ۱۳) لوړه وکړي.

نوموړی به د وزیرانو یو نوملړ وړاندې کړي، چې د پارلمان تایید ته اړتیا لري.

د تېرې شنبې په ورځ نوموړي د ولسمشرۍ چارو مسوولیت د دغه هېواد د روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي له تایید سره په یو لړ مراسمو کې له محمود احمدي نژاد واک تر لاسه کړ.

ښاغلي روحاني، چې د جون میاشت کې یې ایراني ټاکنو کې څرګند بری ترلاسه کړ، د شنبې په ورځ یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د حکومت یو مهم هدف یې د ایران اقتصاد ته وده ورکول دي.

افغانستان او ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ په تېرو دوو دورو کې نیژدې اړیکې لرلې دي.

ایران له افغان حکومت سره کومه ستونزه نه لري خو ملاتړي یې دښمن بولي.

تهران د څو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته سلګونه زره ډالر ورکړي، خو دغه مرسته د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون تر لاسلیک وروسته ودرول شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي د پخواني ولسمشر احمدي نژاد په تېرو دوو دورو کې د کابل او تهران اړیکې ښې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي افغان حکومت هڅه کوي چې د ایران له نوي حکومت سره هم خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

افغان کډوال

په ایران کې پر افغان کډوالو د محدودیتونو لګول هم د دواړو هېوادونو پر اړیکو بې اغېزې نه و.

د ښاغلي احمدي نژاد د واکمنۍ پر مهال زرګونه افغان کډوال له ایرانه وشړل شول، چې دا کار د ولسمشر کرزي د کابینې د څو وزیرانو د استیضاح لامل هم شو.

ایران د شاوخوا دوه میلیونو افغان کډوالو کوربه دی.

سوداګري

د طالبانو حکومت تر پرځېدو یو کال وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲۵ میلیونو ډالرو ته رسېده.

اوس د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري تر یو نیم میلیارد ډالرو اوړي.

څارونکي وايي ایران په افغانستان کې پراخ نفوذ لري او په هغه هېواد کې هر بدلون به پر افغانستان بې اغېزې نه وي.

ورته مطالب