مرغان ولې له افغانستان نه تښتي؟

Image caption د خپل اقتصادي او بوختيا حالت له مخې ښکاريان هم د غوښو او هم د سوداګرۍ لپاره ښکار کوي.

په افغانستان کې هر کال ناڅرګند شمېر رالېږدېدلي مرغان، ويشتل کېږي او نيول کېږي.

ښکاريان وايي د دغو مرغانو شمېر په چټک ډول کم شوی چې ورسره د چاپېريال پر وړاندې د يو لوى ګواښ، د راپورته کېدو له امله يې چاپېريال پوهان هم اندېښمن کړي دي.

سپين ږيرى نوراغا د خپل عادت له مخې، له سيمه ييزې، څرمنې جوړه کڅوړه کې دتېږو وړې وړې، ګيټکۍ اچوي، او باښه پر لاس د دغو مرغانو ښکار کوي.

هغه ته دا چاره د مرغانو د يو غټ ترانزيټ په څېر ده چې تر سره کوي يې.

ده په سپينو واورو پوښلي هندوکش هغې برخې ته اشاره وکړه چې له کابله شاوخوا ١٦٠ کلومتره، لرې هسکه ولاړه ده.

د پروان ولايت سيد خېلو ولسوالي، د دغو مهاجرو (رالېږدېدلو) مرغانو لپاره د اوبو اوهوا له پلوه تر ټولو مناسب او ښه ځاى دى.

زرګونه سپينې زاڼې، هيلۍ، بازان او نورې ډول ډول مرغۍ، په پاکستان او هندوستان کې د ګرمۍ له کبله دغو هېوادونو پرېښودو ته اړ کېږي.

مخکې له دې چې دغه مرغان، له قفقاز ها خوا واوړي، نو دا سيمه لکه پر رخسار چې باڼه سيوري کوي د دغو مساپرو مرغيو لپاره دمه ځاى وي.

نور اغا وايي، يو درجن لمسيان يې جال اچوي، بيا يې يو د سرټوټه خوځوي، دا خواره شي، نو د چڼچڼو يوغټ سېل راشي.

د نور اغا په ټکو دى او لمسيان يې، پر جوړې شوې کڅوړې يا لومې د تيږو وارونه وکړي، نو په دې شېبه کې يو درجن چنچڼې په زخمي حالت کې را وغورځېږي، او درې ښکاري سپيان ورپسې خوشې کړي، چې ټپي چڼچڼې را ونيسي.

تر نيولو وروسته هاربرا مرغۍ خليج ته په پټه قاچاقېږي.

د نوراغا په څېر نور ډېر افغانان هم د غوښو لپاره ښکار کوي، د سوداګرۍ لپاره هم ښکار کوي.

دوی ځينې مرغان په جال کې نيسي، پاکستان ايران او خليجي هېوادونو ته يې قاچاقوي چې هلته بيا د نورو مرغانو په څېر ساتل کېږي.

ښکار يو اقتصادي بنسټ

Image caption ښکار شوي مرغان پلور لپاره په دکانونو کې وي

د افغانستان چاپيريال ساتنې ادارې مشر مصطفى ظاهر يوه سيمه ييز تلويزون ته ويلي چې هر کال شاوخوا ٥٠٠٠ زره مرغان له افغانستان نه نورو هېوادونو ته قاچاقېږي.

په افغانستان کې چې ډېر خلک په کې بې کاره او د اقتصادي ژوند کچه ډېره ټيټه ده، نو د مرغانو ښکار او سوداګرۍ چاره د خلکو لپاره يوه ښه بوختيا او اقتصادي بنسټ دى.

د غټو او وړو ښکار شويو او ژونديو مرغانو لپاره، په عام ډول ښه بازار شته، لکه په سيدخېلو او کوهستان کې.

د کوهستان په بازار کې يو ښکاري، له چڼچڼو ډکې خپلې پنجرې ته په اشارې وويل: "زه څه وړ ژوند کوم". ده ويل "دلته بل څه نشته او بل څه نه شو کولى".

د دغو چڼچڼو شمېر له ښکار سره سره هم نه کمېږي.

تيج مندکور چې د ويټلنډ په نامه د نړيوالې ادارې کارکوونکی دی بي بي سي ته وويل، د دغو مرغانو ښکار نور هم غځېږي.

"په حقيقت کې هېڅوک نه پوهېږي په يوه هېواد کې چې د درې لسيزې جګړې اور بل په کې شوى وي، هلته دې د مرغانو شمېر هم کم شوی وي."

پخوا به چې د هندوستان مرغانو په خپلو وزرو کې د چندړو وږمې راوړې نو، په افغاني ګل بڼ کې به دمه شوې، خو نن د ګلونو څانګو هغه ځواني هم نشته چې دا زړه ستړې مرغۍ خپل سيوري ته دمه کړي، له ١٩٩٩ کال راوروسته د دغو مرغيو وزرونه د باروتو فضا سېځلي دي.

نو اوس يې د نړۍ په کچه ژوند ته د خطر زنګ وهل شوى دى.

د شوروي اتحاد له ځواکونو سره د جګړې پرمهال چې له کومو ټوپکو کار اخيستل کېده اوس پرې ښکاريان مرغۍ ولي، که د مرغيو د زړونو پرتختو هرڅومره دا الفاظ ليکل شوي وي چې:

اى ښکاري اشنا در ته سلام کوم

پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه،

خو ښکاري هماغسې د تور کاڼي زړه سره پر ډلو ډلو خړو مرغيو د باروتو اور شنيدي.

حاجي دوست محمد، د کوهستان يوه کلي اوسېدونکى دی.

دی وايي غټ دامونه به يې کارول او مرغان به يې نيول.

د کلي يو بل سپين ږيرى وايي چې دوی به په غرونو کې غټ او اوږده جالونه اچول او يو لورى به يې ځانته پرېښوده کله چې به يې د جال څنډه را کش کړه نو په جال کې را ښکېلې ټولې مرغۍ به يې ونيولې.

په ځينو ځايونو کې به لوى لوى څراغونه، چې په ونو کې به را ځړېدل، د دام پر ځاى کارېدل. دې لارې هم ډېر کار ورکاوه.

ما ليدلي چې د يو ښکاري کڅوړه له ښکار شويو مرغانو ډکه وه چې په يو دوکاندار يې پلورل.

دوه ځايي دوکاندارانو ٥٠٠ ښکار شوي مرغان په يوه ورځ بازار ته د پلور لپاره وړي وو.

ښکار يان وايي اوس په ټوله کې د مرغانو ښکار کم شوى دى.

د مرغانو ښکار مخنيوی

دا ناممکنه ده چې د مرغانو ښکار شمېر او اندازه معلومه شي، خو د ښکار کچه چې ما وکتله، د ښکار شويو مرغانو شمېر زرګونو ته رسېږي.

چارواکي وايي له دغه حالته خبر دي.

په پروان کې يو لوړ پوړي چارواکي دا د مرغانو عام وژنه وبلله: "تاسې بايد پوه شئ چې دا د ژوند تېرولو يوه لاره ده."

دی زياتوي "ښکار دلته سل کلن تاريخ لري، يو شمېر چارواکي هم په ښکار کولو کې لاس لري څوک يې پر خلاف څه کولى شي؟ د مساپرو مرغيو ښکار پنځه کاله وړاندې د ولسمشر د فرمان له مخې منعه شوى دى، خو دا فرمان لا تر اوسه پارلمان ته نه دى تللى او ښکار تر اوسه پورې نه دى منعه."

Image caption د ښکار کچې پرخېدا سره د چاپېريال ساتنې او د مراغانو نسلونو په اړه اندېښنې راپورته شوې

د افغانستان چاپېريال ساتنې ادارې مرستيال غلام محمد ملکيار وايي دوی له ديني پوهانو او ټولنې له نورو وګړو سره کارکوي چې د دغه ښکار مخه ونيول شي.

ډېر مرغان په پنجرو کې بند، په بازار کې پلورل کېږي. په دې برخه کې د افغانانو پوهول هم يو ستونزمن کار دى.

د کافي معلوماتو نه لرل، د لسيزو نا امني او ځينې نورې هغه ستونزې دي چې د مرغانو د ښکار مخنيوي کې خنډ جوړوي.

د افغانستان چاپېريال ساتنې يو مسئول قيس اغا وايي د مخنيوي هڅه يې شوې ده. ده بي بي سي ته وويل ١٥٠ ډوله مرغان له ختمېدا سره مخامخ دي.

خو له ساينسي پلټنو او معلوماتو پرته دا ويل هم ډېر کره نه دي. ځينې ښکاريان وايي دا مرغان اوس هم شته.

د سالنګ اوسېدونکى ٥٧ کلن حاجي شکور وايي له ٥٠٠ نه ٨٠٠ پورې چڼچڼې به يې په دام کې نيولې، اسمان له چڼچڼو ډک و خو اوس داسې ښکاري چې هېڅ هم نشته.

چاپېريال ساتونکي وايي دا په دې معنا هم نه ده چې مرغان دې داسې لاړشي لکه چې له سايبېريا نه زاڼې تللې دي.