په ټاکنو کې د ښځو د ونډې زياتېدو نوې هڅې

Image caption کمېسيون وايي د هغو کسانو ایله ۲۰ سلنه ښځې دي، چې کارتونه يې اخیستي دي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت او په ولسي جرګه کې د ښځو چارو کمېسیون د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ونډې جوتولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پالیسي ورکړې ده.

په دغه پاليسي کې کور په کور د ښځو د پوهاوي کمپاین، د ګرځنده ډلو له لارې پر ښځو د رایې کاروونې کارتونو وېش او د نارینه وو له لوري د ښځینه وو د رایې کارتونو د کارولو مخنیوی شامل دي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، د ټاکنو کمېسیون د دغې پالیسۍ وړاندې کېدل خورا پر ځای اقدام بولي او وايي د عملي کولو لپاره به یې ګامونه واخلي.

په ټاکنو کې د افغان ښځو ونډه هغه موضوع ده، چې سره له اوسه یې په اړه د ښځو چارو وزارت او ولسي جرګې کې د ښځو چارو کمېسیون سره اندېښنې راپورته شوې دي.

څو ورځې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، د هغو کسانو ایله ۲۰ سلنه ښځې دي، چې تر اوسه یې د رایې کاروونې کارتونه اخیستي دي.

ناامني ستونزه ده

داسې وېره هم شته، چې په ناامنه سیمو کې به لږ ښځې د رایو کارتونه واخلي، رایې به وکاروي او یا به هم د رایې کاروونې په مرکزونو کې دندې تر سره کولو ته چمتو شي.

په ولسي جرګه کې د ښځو چارو د کمېسیون مشر فوزیه کوفي وايي، د تېرو ټاکنو پر مهال ناامنۍ، د رایې کاروونې د مرکزونو لېرې والی او د ټاکنو له اهمیته د مېرمنو ناخبري د دې سبب شوه، چې ډېرې مېرمنې د رایې کاروونې له حقه محرومې پاتې شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل وايي دوی ته دغه پالیسي په سم وخت ورکړای شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې مخکې هم هڅه کړې، چې د تېرو ټاکنو له تجربو څخه په ګټې اخیستو سره ښځو ته په ټاکنو کې د برخې اخیستو زمینه برابره کړي.

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، د ټاکنو پر اهمیت د ښځو د لا زیاتو خبرولو لپاره یې له ټلوېزیونونو او راډیوګانو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د هغوی لپاره روزنیز ورکشاپونه او سیمینارونه جوړوي.

ورته مطالب