د غور څه باندې ۱۰۰ زره کورنۍ وچکالۍ اغېزمنې کړې

وچکالي
Image caption چارواکي وایي د دوی تحقیقات ښیي چې څه باندې سل زره کورنۍ په غور کې وچکالۍ زیانمنې کړې دي.

سختې وچکالۍ د غور ډېرې سیمې ځپلې، خو د ځایي چارواکو په وینا، تر ټولو ډېر زیان د پسابند، تیوري، تولک، ساغر او چارسدې ولسوالیو اوسېدونکو ته رسېدلی.

د غور د طبیعي پيښو ضد ادارې مشر حامد الله دادفر وایي نژدې څلورسوه کورنۍ د غور ګاونډيو ولایتونو او څه باندې ۱۲۰ کورنۍ هم د غور مرکز چغچران ښار ته کوچېدلی.

ښاغلی دادفر وایي تراوسه د دوی له غوښتنو سره سره هېڅ مرسته اغېزمن شویو خلکو ته نه ده رسېدلې.

نوموړي خبرداری ورکړ که وضعیت همداسې دوام وکړي، شاید انساني ناورین رامنځ ته شي.

هغه بې ځایه شوي وګړي چې اوس د غور په مرکز چغجران ښار کې ځای پر ځای شوي، له بېوزلۍ شکایت کوي او وایي مرستو ته په تمه دي.

''نه ستنېږو''

نجیب الله یو له دغو بېځایه شویو وګړو دی: ''موږ په چغچران کې هر شي ته اړتیا لرو. اوبو، خوراکي توکو او ډېرو نورو اړینو شیانو ته اړتیا لرو. له دولته مو د مرستې غوښتنه کړې . تر اوسه خو هېڅ ځواب نه دی ترلاسه شوی''.

یوشمېر بېځایه شوي وګړي وایي په خپلو سیمو کې دومره زیانمن شوي چې ښایي بیا خپلو سیمو ته بېرته ستنېدو ته زړه ښه نه کړي:

''موږ دلته پاتې کېږو. که دولت له موږ سره همکاري وکړي، بیا به خپلو سیمو ته ستانه نه شو. که یو کار پیدا شي زموږ به همدا ځای وي''.

د غور په مرکز چغچران کې مېشت بې ځایه شوي خلک هم له بې روزګارۍ شکایت لري:

''بیخي کار پیدا کیږي نه. خپل بچیان ښار ته لیږو چې یو کار پيدا کړي. د ورځې سل یا یو سل او پنځوس افغانۍ په لاس ورځي. په یو ډول ګوزاره کوو''.

چارواکي وایي د دوی تحقیقات ښیي چې څه باندې سل زره کورنۍ په غور کې وچکالۍ زیانمنې کړې دي.

دوی وایي د بېړنیو مرستو لپاره باید جدي اقدام وشي؛ ځکه اوس لږترلږه شل زره ټنه غنمو او خوراکي توکو ته اړتیا لیدل کیږي.

غور د افغانستان یو له هغو غرنیو ولایتونو دی چې تراوسه یې له نورو ولایتونو سره نښلوونکې لارې هم نه دی جوړې شوې.

ورته مطالب