کندهار کې د رای ورکولو ورک شوي کارتونه موندل شوي

Image caption دغه کارتونه په ارغنداب کې د ټاکنو د نوم ليکنې يوه نوي مرکز ته تر رسولو لږ وروسته تري تم شول.

د کندهار چارواکي وايي د راى ورکولو هغه سلگونه کارتونه يې چې تېره اوونۍ په ارغنداب ولسوالۍ کې ورک شوي وو، بيا موندلي او بېرته د ټاکنو کميسيون ته سپارلي دي.

ددغو کارتونو ورکېدو په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ورځې لنډېږي، په سياسي کړيو کې خورا اندېښنې راپورته کړې وې.

د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال خبريالانو ته ددغو کارتونو د ښودلو پر مهال وويل چې د پېښې په تړاو د ارغنداب د ولسوالۍ شورا ځينې مسوولين تر تحقيق لاندې نيول شوي دي.

ښاغلي پتيال تور ولگاوه چې د کارتونو د پټولو لارښوونه د اسلامي جمعيت مرستيال مشر کليم الله نقيبي کړې وه چې ددغې ولسوالۍ د مشهور قوماندان ملا نقيب زوى دى.

خو کليم الله نقيبي له بي بي سي سره په خبرو کې په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړل. هغه چې له دوبۍ نه غږېده، وويل چې د کارتونو د ورکېدو په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.

کليم الله نقيبي د جمعيت د ځواکمن گوند د مشرتابه په ټاکنو کې چې تېره مياشت وشوې، د صلاح الدين رباني مرستيال غوره شوى و.

د کندهار د ملي امنيت سرچينې وايي چې د نوم ليکنې د ٤٠ کتابچو د ورکېدو په اړه يې چې ټول ٤٠٠٠ کارته کېږي، پلټنې پيل کړې دي.

دغه کارتونه په ارغنداب کې د ټاکنو د نوم ليکنې يوه نوي مرکز ته تر رسولو لږ وروسته تري تم شول.

ورته مطالب