طالبانو کشمير ته د خپلو غړو استول رد کړي دي

Image caption طالبان وايي په خپل هېواد کې له جنګ سره مخامخ يو او د دې وس نه لرو چې نورو هېوادو ته جنګيالي واستوو

په کشمير کې د پنځو هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته د هند يوه جګپوړي امنيتي چارواکي ويلي، چې افغان طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی په مرسته کشمير ته استول کېږي.

تېره ورځ د هند تر ولکې لاندې د جمو کشمير مشر وزير عمر عبدالله وويل، چې دا ډول پېښې د کشمير د مسلې له حل سره مرسته نه شي کولی.

ټايمز اف انډيا هندي ورځپاڼې د يوه هندي امنيتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تندلاري طالبان جمو کشمير ته د تاوتريخوالي لپاره استول کېږي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعا رد کړې او بي بي سي ته يې ويلي چې له افغانستانه بهر، نه د طالبانو د استولو وس لري او نه هم د دوی له سياست سره سر خوري:

"موږ په خپل هېواد کې له لوی جنګ سره مخامخ يو او زموږ مسووليت د پولو دننه دی. ۱۲ کاله کېږي چې زموږ هېواد تر نيواک لاندې دی او موږ د دې فرصت نه لرو چې خپل غړي نورو ځايونو ته واستوو، په ځانګړي ډول د سيمې هېوادو، هند او يا هم کوم بل هېواد ته".

وحيد مژده چې د طالبانو په اړه معلومات لري بي بي سي ته ويلي، ښايي طالبان کشمير ته څوک ونه لېږي، خو د دې امکان شته چې په پاکستان کې له ديره افغانانو استفاده شوي وي:

"ښايي د کډوالو په پنډغالو کې ځينې کسان حاضر شي چې د کشمير جګړې لپاره ولاړ شي، له هغو تجربو سره چې دوی يې د افغانستان له جهاده لري. د دې امکان هم شته چې پاکستاني ډلې د افغانانو په منځ کې ملګري ولري او له هغو استفاده کوي".

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې څو ځله د هند پر دپلوماتيکو مرکزونو او ګټو بريدونه شوي، چې په کابل کې د هند سفارت او ميلمسون شامل دي.

د هند پر ګټو وروستی بريد په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ و، چې له امله يې ۹ کسه افغانان ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول.

هېڅ يوې ډلې د دغه بريد پړه ونه منله.

ورته مطالب