په غزني کې خلک او مسافر له ناامنيو سرټکوي

Image caption د غزني اوسېدونکي پر افغان امنيتي ځواکونو نيوکه کوي چې نه يې د دوى امنيت خوندي کړى او نه يې خپل

د افغانستان د مرکزي ولايت غزني اوسيدونکي له ناامنيو شکايت کوي وايي په رڼا ورځ د ولايت مقام ته څيرمه د دولت مخالفين په خلاص مټ بريدونه کوي او د دوى په خبره افغان ځواکونه يې په کابو کولو کې پاتې راغلي.

د غزني ولايت اوسيدونکي وايي چې دوى نه پخپلو کليو بانډو کې ډاډمن ژوند تيرولاى شي او نه هم هغه مهال چې له دغه ولايته پلازمېنې کابل يا نورو ولايتونو ته د سفر موزې په پښو کوي.

محمود کوچی په خپل راپور کې کاږي، چې د غزني چارواکي هم دا مني چې دغلته امنيتي حالت سم نه دى، خو وايي چې دوى ډير ځله ترهگر نيولي چې بيرته د لوړو حکومتي چارواکو په غوښتنه او سپارښتنه خوشې شوي.

دوى وايي چې له ميدان وردگو نه د غزني تر ښاره غځيدلې لاره ډيره نا امنه ده چې هره ورځ په کې هغو مساپرو ته مرگ ژوبله اوړي چې په دغه لاره تگ راتگ کوي.

د غزني اوسېدونکي پر افغان امنيتي ځواکونو نيوکه کوي چې نه يې د دوى امنيت خوندي کړى او نه يې هم خپل.

د دغه ښار يو تن اوسيدونکى محمد اکبر وايي که په دغه ولايت کې امنيتي حالت همدغه شان دوام ولري، نو ښايي دوى و نه توانيږي چې د اختر خوشالۍ په سمه توگه ولمانځي.

تيره اوونۍ هم د غزني په ښار کې د ځينو بريدونو له امله چې په يو شمير حکومتي چارواکو وشول، د هغوى تر څنگ يې ولسي وگړو ته هم مرگ ژوبله واړوله.

د غزني ولايت چارواکي هم په دغه ولايت کې د نا امنيو د زياتيدا خبره مني، خو وايي چې تر ډيره مرکزي حکومت هم په دغه چاره کې پړ دى.

د والي مرستيال محمد علي احمدي وايي هغه ترهگر چې دوى د بيلابيلو ترهگريزو پيښو د ترسره کولو پر مهال نيولي، د افغان چارواکو په غوښتنه او سپارښتنه بيرته خوشې شوي چې په وينا يې بيرته د طالب جنگياليو له ليکو سره ملگري شوي دي:

"زه له دې منکر نه يم چې د غزني په ولايت کې د لويو لارو پر سر او ځينو ولسواليو لکه اندړو، گيرو، مقر او قره باغو کې د طالبانو بيلابيلې ډلې بريدونه کوي، خو زموږ د نظام په تگلارو کې هم ستونزې شته، ځکه دغه خلک له بنده خوشې کيږي او بيرته د مخالفينو له ليکو سره يو ځاى کيږي".

ښاغلی محمد علي وايي دا زموږه لپاره بنسټيزه ستونزه ده ، د دغو خلکو شتون په زندانونو کې د نظام په گټه دی، خو دغه کسان د يو لړ فرمانونو پر مټ خوشې کيږي.

که څه هم پر افغان حکومت دغه شان نيوکې په تير کې هم ډيرې شوي، خو حکومتي چارواکي وايي چې دوى يو شمير بنديان د دې لپاره له بنده خوشې کوي چې د سولې د بهير د چټکتيا په چاره مثبتې اغيزې وشيندي.

په غزني کې شته ناامنيو نه يوازې د دغه ولايت خلک له سختو انديښنو سر مخامخ کړي، بلکې هغه خلک چې د کندهار، فراه، نيمروز، زابل او هرات ولايتونو ته په همدغه لاره تگ راتگ کوي، هم د ورته ستونزو سره لاس او گريوان دي.

دوى وايي چې د دوى لپاره دغه تلونکې لاره خوندي نه ده او کله نا کله د تلونکو مساپرو د سر په تاوان هم اوړي.

دغه خلک د افغان حکومته غواړي چې د لويو لارو او ښارونو خونديتوب ته دې پاملرنه زياته کړي.

ورته مطالب