د ننګرهار امنیه قومندان څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی

Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي، د ننګرهار د پولیسو مشر د سیمې په اړه سمه ارزونه نه وه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د ننګرهار امنیه قوماندان یې د دغه ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د وروستې پېښې په تړاو لویې څارنوالۍ ته ور پېژندلی دی.

افغان پولیس د نورو افغان امنیتي ځواکونو په پرتله د دولت له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې ډیر ښکېل دي چې له امله یې ځاني تلفات هم ډېر دي.

سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې وايي، د تېرې جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ له خونړۍ جګړې وروسته د کورنیو چارو وزارت د دې پیښې د څېړلو لپاره پلاوی واستاوه.

پلاوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د ننګرهار د پولیسو مشر شریف امین د سیمې په اړه سمه ارزونه نه وه کړې او له همدې امله لویې څارنوالۍ ته د څیړنو لپاره ور وپېژندل شو:

''د شیرزادو تر عملیاتو وروسته کورنیو چارو وزارت هلته د پولیسو د وژل کېدو د پلټنې لپاره یو پلاوی وټاکه، پلاوی هلته ولاړ خپل کار یې وکړ، او څېړنه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارله، په څېړنه کې راغلي وو، چې د ننګرهار د پولیسو مشرتابه په دې کې یوڅه پاتې راغلې ده، اوس عدلي او قضايي ارګانونه خپله پلټنه کوي''.

د ننګرهار چارواکي وايي په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ جګړه کې ۷۶ طالبان او ۲۲ پولیس ووژل شول.

خو طالبان وايي په دې جګړه کې یې څه باندې اتیا پولیس وژلي او نوي نور یې ټپیان کړي دي.

ورته مطالب