ولسمشر کرزي له ‌طالبانو وغوښتل، چې سوله وکړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي که وسلوالو طالبانو دننه په افغانستان کې د جوړ جاړي خبرې پيل کړې واى، د قطر د دفتر په څېر به يې بيرغ او لوحه نه کوزيدل.

ښاغلي کرزي د خپل اختريز پيغام په ترڅ کې يو ځل بيا پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کېږي او په وينا يې د خپل هېواد د ورانولو بهير ته د پاى ټکى کېږدي.

افغان ولسمشر وويل چې طالبانو هم د دغه هېوادد نورو سياسي گوندونو په توگه حق درلود چې په افغانستان کې دفتر ولري.

مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل اختريځ پيغام کې وويل که د سولې خبرې په افغانستان کې پيل شوې واى د طالبانو ددفتر بيرغ او نومدړه يانې لوحه به نه کوزېدل.

ولسمشر کرزي د خپلې خبرې پخلى پر دې متل سره وکړ چې پردى کټ تر نيمو شپو وي. نوموړي وسله وال طالبان خپل عزيزان وبلل او ويې ويل چې پردي بهرني کورونه د افغانان د درناوي لامل نه گرځي.

" پردې کور پردى دى هېڅکله زموږ نه کېږي، د قطر د دفتر د پرانیستو په ترڅ کې مو وليدل چې څښتنان نه وئ، بلکې ميلمانه وئ او ميلمانه هم داسې چې درناوى مو ونه شو، کومه لوحه او بيرغ مو چې پورته کړي وو ومو ليدل چې په يوه شيبه کې پورته شول او په بله شيبه کې ښکته شول، که دغه خبرې مو په خپل هېواد افغانستان کې کړاى واى او دلته مو د نورو سياسي گوندونو په څېر دفتر درلوداى درانه به پاتې وئ، که بيرغ مو پورته کولاى نه به ښکته کېده ،که لوحه مو پورته کولاى نه به ښکته کيده، دا چې له افغانستان نه بهر وئ، د بهرينو په مټ استول شوي وئ د پرديو او بهرنيو په واک کې وئ د پرديو په لاسونو مو هم بيرغ پورته شو هم ښکته شو او تاسې د دې چارې د مخ نيوي توان نه درلود."

ښاغلي کرزي د تېر په څېر يو ځل بيا وسله وال طالبان خپل وروڼه وبلل او ترې ويې غوښتل چې سولې ته غاړه کېږي او هغه ټوپکونه وغورځوي چې په وينا يې پرديو د خپل هېواد د ورانولو لپاره ور پر اوږو کړي دي.

د وسله والو طالبانو دفتر د "اسلامي امارت د دفتر" په نامه د روان کال د غبرگولي پر ٢٨ نيټه په قطر کې پرانستل شو او بيرغ يې پرې هسک کړل شو.

د دفتر په پرانیسته کې د افغان حکومت له خوا يو تن چارواکي هم ښکيل نه و. د دفتر تر پرانیستې وروسته وويل شول چې گواکې وسلوال طالبان او د امريکا متحده ايالتونه به د دغه دفتر د لارې د جوړجاړي بهير پيلوي، چې دا خبره د افغان حکومت له سخت غبرگون سره مخامخ شوه.

وروسته د طالبانو له دفتره د هغوى بيرغ او نومدړه ښکته کړل شول او طالبانو وويل چې په دې شرطونو سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي.

تردې وروسته د وسله والو د طالبانو دفتر په مهاليز ډول وتړل شو، خو په دې وروستيو کې د يو شمېر افغانان چارواکو د ويناوو پر بنسټ وويل شول چې گواکې دواړو غاړو په دوبۍ کې يوه ناسته کړې، سربېره پر افغان لوري د طالبانو د قطر د دفتر غړو هم دافغان چارواکو او وسلوالو طالبانو د خبرو اترو پخلى وکړ، خو وروسته ذبيح الله مجاهد چې د طالبانو په استازيتوب له رسنيو سره اړيکي ساتي د يوې اعلاميې په خبرولو سره د دوبۍ دوه اړخيزه ناسته رد کړه.

ورته مطالب