ننګرهار: هدېره کې چاودنې ښځې او ماشومان وژلي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د یوه ماین چاودنې له کبله څوارلس کسان وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا وژل شویو کې اووه مېرمنې او اووه ماشومان شامل دي.

د چاودنې له کبله څلور کسان ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار والي ویاند عبدالضیا عبدالزی وايي، وژل شوي کسان د قومندان غالب د کورنۍ غړي دي، چې د مېرمنې د څلوېښتۍ په مناسبت یې په هدېره کې یو ځای شوي وو.

ښاغلی غالب له طالبانو او القاعده سره د مرستې په تور پنځه کاله ګوانتانامو کې بندي و.

چاودنه نن له غرمې مخکې د غني خیلو په ګولایي سیمه کې رامنځته شوه.

ننګرهار ولایت کې دا وروستیو کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.

د روانې اګست میاشتې په ۳مه د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ مخې ته درې ځانمرګي بريدونه وشول او ملکيانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د جلال اباد روغتون چارواکو بي بي سي ته هغه مهال ويلي و، چې دوی ته د اتو کسانو مړي ور وړل شوي دي، چې ډېری یې ملکي وګړي وو.

دوی ویلي و، په هغه پېښه کې ۲۲ کسه ټپيان هم روغتون ته ور وړل شوي وو، چې د دوی په خبره په قربانيانو کې ماشومان هم شامل وو.

ورته مطالب