'د لوګر ازره د وسله والو له ولکې خلاصه شوه'

Image caption د دفاع وزارت ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې يې ۱۸۰ وسله وال وژلي چې يو شمېر يې بهرنيان دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي ځواکونو یې د لوګر د ازرې ولسوالۍ د وسلوالو له ولکې خلاصه کړې او اوس چاڼیزعملیات په کې روان دي.

دوی ادعا کوي چې د ازرې ولسوالۍ په پوځي عملیاتو کې نژدې ۱۸۰ وسله وال چې د دوی وايي ډېر شمېر يې بهرنيان دي وژل شوي دي.

د 'سيمرغ' په نوم پوځي عملیات د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا پلان شوي و او لومړني پراخ عملیات دي چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه پرته کېږي.

سميع الله موسی زی په خپل راپور کې کاږي، افغان چارواکي وايي د لوګر ولایت د ارزې ولسوالي چې د ډیورنډ کرښې خواته پرته ده، ستراتیژیک موقعیت لري.

دا ولسوالي د ننګرهار له ناارامې حصارک ولسوالۍ سره هم ګډه پوله لري، چې په ورستیو کې افغان ځواکونو په کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

د چارواکو په وینا په دغو دواړو ولسوالیو کې د وسله والو شتون آن د پلازمینې کابل امنیت هم له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

دوی وايي له همدې امله د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره د افغان ملي پوځ او ملي پولیسو په ګډون د سمیرغ په نوم پراخ عملیات پیل شول.

ښاغلی عظیمي د سیمرغ پوځي عملیات د افغان ځواکونو د وړتیا د ازمویلو لپاره د پام وړ بولي او زیاتوي چې دا عملیات د افغان ځواکونو لومړني ستر عملیات دي چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه پرته پلان او تر سره شوي دي.

وسلوالو طالبانو د ملي دفاع وزارت د ویاند د دې تازه څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

يرغمل اوکراينيان

د روان کال داپریل میاشتې پر ۲۲مه طالبانو هغه مهال په دغې ولسوالۍ کې اته ترکان، دوه اوکراینیان او یو افغان يرغمل کړل، چې الوتکه یې د خرابې هوا له کبله د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

يرغمل شوي اته ترکان وسله والو طالبانو خوشې کړي، خو د دوو اوکراينيانو او يوه افغان برخليک لا نه دی مالوم.

په لوګر ولایت کې ځايی چارواکي وايي سږ کال د هوا له تودیدو سره سم د دې ولایت نورو ولسوالیو برکی برک، خروار او څرخ ته هم عرب او پاکستاني وسله وال ورغلي دي.

دا چې لوګر له پلازمینې کابل او څو نورو ولایتونو لکه میدان وردګ او ننګرهار چې یو یې د کابل په لویدیځ او بل یې په ختیځ کې پروت دی، ګډه پوله لري او د ډیورنډ تر کرښې غځېدلی نو ځکه یې امنیتي وضعیت د کابل لپاره د پام وړ بلل کیږي.

ورته مطالب