له اقتصادي ټيکاو سره د نړيوال بانک مرسته

Image caption نړيوال بانک وايي د امنيتي لېږد بهیر وروسته ښايي د نړيوالو مرستې سمې نیمايې شي

نړيوال بانک د افغانستان د اقصادي پياوړتيا او مالي ټيکاو په موخه له دغه هېواد سره ٥٠ ميليونه ډالره وړيا مرسته کړې ده.

د دې مرستې موخه د پوځي او اقتصادي ليږد په اوږدو او تر هغې وروسته موده کې د عوايدو سمه راټولونه او په يو شمير سکتورونو کې پانگونې ته لاره هوارول، په گوته شوي دي.

مصطفی سالک وايي، نړيوال بانک وړاندوينه کوي چې د ليږد تر بهير وروسته به له افغانستان سره کېدونکې مرستې نيمايي ته راښکته شي، چې په وينا يې سر له اوسه يې د جبران لپاره گامونه اخستل اړين دي.

نړيوال بانک وايي دغه مرستې به د افغانستان د گمرکونو د عصري کولو، کان ايستنې لپاره د زمينې برابرلو، مخابراتي ټکنالوژۍ، د ځمکې د مديريت او په ټوله کې هر راز پانگونې ته د لارې هوارولو په برخو کې يې ولگوي.

نړيوال بانک وايي د پوځي او اقتصادي ليږد پر مهال اقتصادي پرمختيا او مالي ټيکاو ځکه اړين دي، چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان سره کېدونکې مرستې ښايي ۵۰ سلنه کمې شي.

بل پلو د افغانستان نژدې ټوله پرمختيايي بوديجه له بهرنيو مرستو څخه جوړيږي چې د ليږد تر بهير وروسته ښايي د دغه هېواد دعوايدو ښه راټول اړين شي چې د دغې موخې لپاره بايد په گمرکي چارو کې پرمختيا راوستل شي.

همدا راز نړيوال بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هر کال له ٤٠٠ تر ۵۰۰۰ پورې نوي کسان د کار مارکيټ ته ننوزي چې دا هم د کار مارکيټ تر فشار لاندې راولي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي د دغه وضيعت د مهار کولو لپاره د افغانستان په بيلو سکتورونو کې پرمختيا رامنځ ته کول اړين دي.

نړيوال بانک ويلي چې د دغو وړيا مرستو دويم پړاو به د روان ٢٠١٣ ميلاي کال په پاى کې تر سره شي.

ورته مطالب