امریکايي جنرال امنیتي تړون افغان ټیکاو ته 'حیاتي' بولي

جوزیف ډنفورډ

په افغانستان کې لوړ پوړى امريکايي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ وايي د واشنگټن او کابل ترمنځ امنيتي تړون به د دې ښوودنه وکړي چې نړیواله ټولنه په راتلونکې کې د افغانستان ټيکاو يا ثبات ته ژمنه ده.

د امريکا او افغانستان ترمنځ لا دغه راز يو تړون نه دى لاسليک شوى.

جنرال ډنفورډ له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وويل د تړون لاسليک کېدل به طالبانو ته دا پيغام ورکړي چې هغوى لپاره به دا انگېرنه سمه نه وي چې گواکې دې ته انتظار وي چې راتلونکى کال بهرني جگړه ييز سرتېري له افغانستان نه ووځي:

مهمې پرېکړې

''زموږ اټکل دا دی چې طالبان به له روژې وروسته خپلو بريدونو ته لا زور ورکړي. زما په اند دوى په دې پوهېږي چې په راتلونکو څو مياشتو کې ځينې مهمې پرېکړې کېږي، او په يقيني توگه دوى غواړي په افغانستان کې د بې امنۍ يو احساس رامنځته کړي.

زما اټکل دا دى چې افغان ځواکونه به د طالبانو د بريدونو په وړاندې مقاومت وکړي. موږ پوهېږو چې هغو د لوژستيک په برخه کې مرستو ته اړتيا لري، د شلخي چاودېدونکو توکو ضد وسيلو، استخباراتي مالوماتو او ورته نورو مسايلو کې.

موږ به يې يقينا" په دې برخو کې ملاتړ کوو، او ډېره مهمه دا چې په دغو برخو کې د دوى وړتيا وغوړېږي چې په خپله ورته دوام ورکړي''.

جنرال ډنفورډ همداراز وويل د ٢٠١٤ م کال په پاى کې چې بهرني جگړه ييز ځواکونه له افغانستان نه ووځي، افغان ځواکونه به په دوامداره توگه روزنې او ملاتړ ته اړتيا ولري:

''موږ اوس هم د ځواکونو د ايستلو او د ٢٠١٤ م کال په پاى کې د ماموريت د بدلون له پلان سره سم پر مخ روان يو. موږ به د ٢٠١٤ م کال د مني په وروستيو کې خپل دغه نوي ماموريت ته ولېږدو، خو موږ به د ٢٠١٤ کال په اوږدو کې له خپلو افغان سيالانو سره ښکېل پاتې شو. موږ اوس هم په هغو برخو کې په کار بوخت يو، چې مو موندلې نور اضافي کار ته اړتيا لري''.

د امريکا د لويو درستيزانو د گډې جرگه گۍ مشر جنرال مارټين ډېمسي تېره مياشت ويلي و چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون بايد په راتلونکې اکتوبر مياشت کې لاسليک شي.

د ډېمسي په وينا، له ٢٠١٤ م کاله وروسته د ځواکونو د پاتې کېدو په موخه د يوۀ چوکاټ يا اډانې د جوړولو لپاره کافي وخت په لاس کې وي.

خو افغان حکومت د ښاغلي ډېمسي دغه وينا ته په غبرگون کې وويل چې افغانستان خپل شرطونه لري کله چې پوره شي نو بې له ځنډه به دغه تړون لاسليک کړي.

ورته مطالب